'طالبانو د بغلان لرغونې سیمې شاوخوا ماینونه اېښي'

د انځور حقوق f

افغان چارواکي مني، چې طالب جنګیالیو د بغلان ولایت سرخ کوتل سیمه او دغې لرغونې سیمې ته غځېدلې لارې په ماینونو فرش کړې دي. سرخ کوتل – د زردشتیانو عبادتځای- د طالبانو له درې اونۍ کنټرول وروسته یوځل بیا د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.

سرخ کوتل د بغلان مرکز پلخرمي ښار په درې کیلومترۍ کې پروت دی. دغه سیمه درې اونۍ وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده.

تېره ورځ د حکومتي ځواکونو د یولړ عملیاتو په پایله کې دغه سیمه د طالبان جنګیالیو له ولکې ووتله.

د افغانستان د دفاع وزارت د کومانډو د کنډک ویاند بي بي سي ته ومنله، چې طالبانو په سرخ کوتل، ورڅېرمه کلیوالې سیمې او ان دغه ځای ته پر غځېدلو لار ماینونه ځای پرځای کړي دي.

ددغه کنډک ویاند احمد جاوېد صمیم بي بي سي ته وویل، له ماینونو نه د دغې سیمې د پاکولو لپاره جدي ګامونه اخلي:

''له بده مرغه هغه کلي چې د سرخ کوتل شاوخوا کې پراته دي، هغه مهال چې سیمه طالبانو نیولي وه، د خلکو کورونو، لارو کوڅو، پلونو او ان کرنیزو ځمکو، د سرخ کوتل تپې او هغه بېس چې دلته و، ټولو کې یې ماینونه اېښي دي. په تېرو ۲۴ ساعتو کې زموږ ځواکونو له شلو نه تر دېرشو پورې ماینونه خنثا کړي او د ویجاړو شویو پلونو د جوړونې کار هم روان دی''.

پر همدې مهال، د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست مشر سید عبدالله سادات ویلي، که څه هم په دې سیمه کې د ماینونو شنډولو پروګرام پیل شوی، خو د عملیاتو پرمهال لرغونې سیمې ته د زیان اوښتو وېره شته:

''په سیمه کې خطر شته، تروسه سیمې له ماینونو نه دي پاکې شوې، یوازې د سرخ کوتل پر سړک د اېښودل شویو ماینونو پر پاکولو کار روان دی. زه فکر کوم چې ماینونه به لرغونو اثارړ ته چندان زیان ونه رسوي''.

کله چې طالبانو سرخ کوتل ونیو، ددغې تاریخې سیمې د ساتلو مسؤولیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۰۱۲ کنډک پرغاړه شو. اوس بغلان کې چارواکي وايي، له ماینونو څخه ددغې سیمې تر پاکېدو وروسته به یې د امنیت مسؤولیت د دغه کنډک پرغاړه شي.

دغې ادعا ته د طالبانو غبرګون منفي دی.

ددغې ډلې ویاند وايي، لاهم سرخ کوتل د دوی په لاس کې دی، چې سیمې ته د افغان امنیتي ځواکونو د ورتګ د مخنیوي لپاره یې په لارو کې ماینونه ځای پرځای کړي دي.

د انځور حقوق

طالبان مني چې سرخ کوتل ته څېرمه له جرمن تپه څخه شا ته شوي دي.

لرغونپېژندونکي وايي، سرخ کوتل د زردشتیانو هغه عبادتځای دی، چې قدامت یې شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې اټکل شوی دی.

که څه هم په دغه غونډۍ یا کوتل کې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال کیندنې شوې، خو لاهم هلته خټین کورونه او عبادتځایونه لیدل کېږي.

ورته مطالب