کندوز کې د بې پیلوټه الوتکې برید طالب قومندان پنځو ملګرو سره وژلی

د انځور حقوق MoD

د افغانستان شمالي ولایت کندوز کې امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د قاري ابوبکر په نوم د طالبانو یو قومندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی.

په شمال کې د ملي اردو د پامیر ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي بي بي سي ته وویل، دا برید د امریکایي بې پیلوټه الوتکې له خوا پرون سه شنبې (سرطان/چنګاښ لومړۍ) مازدیګر مهال په غراوشاف سیمه کې ترسره شوی.

د کریمي په وینا، بې پیلوټه الوتکې دغه طالب قومندان او وسله وال یې په داسې حال کې په نښه کړ چې په موټر کې سپاره و او غوښتل یې له یوې سیمې بلې ته لاړ شي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېرو درېیو ورځو کې د بې پیلوټه الوتکې پرلپسې درېیم برید دی چې په کندوز کې ترسره کېږي.

وړمه ورځ (جوزا/ غبرګولي ۳۱مه) هم په همدې ولسوالۍ کې ګل خان په نوم د طالبانو یو قومندان له خپلو پنځو ملګرو سره په د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

سیمه ییزو چارواکو د غبرګولي په ۳۰ مه ویلي و چې د ناټو هوایي برید کې په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۸ طالبان وژل شوي.

په تېر یوه میاشت کې په کندوز کې بې پیلوټه الوتکې څلور ځلې د افغانستان دولت پر مخالفینو برید کړی. په دغو بریدونو کې چې درېیو ولسوالیو دشت ارچي، امام صاحب او قلعه ذال کې ترسره شوي، ۴۲ جنګیالي وژل شوي دي.

Image caption دا په تېرو درېیو ورځو کې د بې پیلوټه الوتکې پرلپسې درېیم برید دی چې په کندوز کې ترسره کېږي.

د پامیر ۲۰ فرقې ویاند وایي، د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په کندوز کې د مخالفینو پر خوځښت خورا ډېر اغیز غورځولی دی.

کریمي وویل، طالبان اوس نشي کولی د پخوا په څېر ډلې، ډلې وګرځي، "اوس دا وېره ورسره ده چې که یوځای وګرځي او کوم عمل ترسره کړي، نو بې پیلوټه الوتکې یې په نښه کوي. نو دې پر طالبانو ډېر ښه اغیز کړی، هغوی نشي کولی خپل بریدونه د ورځي یا شپې ترسره کړي."

په ورته وخت کې شنوونکي چې په کندوز او د افغانستان شمال ختیځ کې امنیتي وضعیت څاري په دې باور دي چې د طالبانو سیمه ییزو قومندانانو په نښه کولو لپاره د هوایي بریدونو زیاتوالي د جګړې پر ډګر مستقیم اغیز کړی.

پوځي کارپوه سید عبدالکریم هاشمي بي بي سي ته وویل، ددغو بریدونو دوام په کندوز کې د طالبانو د پرمختګ مخه نیولې ده.

دی وایي، دغو هوایي بریدونه لږ ترلږه پر کندوز ښار د طالبانو د بیاځلې برید مخنیوی کړی او طالبانو پکې خپل ډېر غړي او قومندانان له لاسه ورکړی دي.

"د جګړې پرمهال [طالبانو ته] د مرستې رسېدو خنډ ګرځېدلی، کله یې هم د هغوی روحیه کمزورې کړې او د شاته تګ لامل شوی."

خو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د کندوز ځینو ولسوالیو خلک اندېښمن کړي دي. خلک وایي، کله کله هستوګنیزې سیمې او جوماتونه د طالبانو د پټنځایونو په توګه په دغو بریدونو کې په نښه کېږي.

د کندوز اوسېدونکي د افغانستان له حکومت او نړیوالو ځواکونو غواړي چې په هوایي بریدونو کې له ډېر دقت نه کار واخلي.

ورته مطالب