کابل کې ښوونکو ته د کورونو نومرې ورکړل شوې

د افغانستان د ښار جوړولو او پوهنې وزارتونو په کابل کې ښوونکو ته د کورونو د جوړولو په موخه د ځمکو څه باندې ۱۱ سوه نومرې ویشلې دي.

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت وايي د دغې نوې او معیارې مېنې بنسټیزې چارې د دغه وزرات له خوا ترسره کېږي چې په دې برخه کې یې څلور نيم میلیونه ډالره پانګونه هم کړې ده او له ښوونکو د ځمکې په بدل کې یواځې پنځه سوه افغانۍ اخیستل کېږي.

د کورنو د جوړولو چارې به په خپله د ښوونکو پر غاړه وي.

Image caption ښاغلی منصور نادري وايي دغه مېنه د نورو ټولو ښارګوټو په پرتله معياري ده

د افغانستان د ښار جوړولو وزیر سید سادات منصور نادري په دې اړه، بي بي سی ته ويلي، دغه مېنه د نورو ټولو مېنو يا ښارګوټو په پرتله معياري ده.

ويل کېږي په دغه مېنه کې د ټولنې بېلابېلو وګړو ځمکې اخيستې دي، چې ښوونکي يې هم يوه برخه ده.

ښاغلی نادري وايي، له ښوونکو يې يوزاې "۵۰۰ افغانۍ اخيستې دي او په دې کې برېښنا، سړک، اوبه او کانالازيسون په ګډون ټولې بنسټيزې چارې شاملې دي".

د کورونو کموالی په افغانستان کې يوه تر ټولو لويه ستونزه ده، چې ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وړاندې ژمنه کړې وه، چې د پنځو کلونو په موده کې به ۵۰۰ زره کورونه جوړ کړي او هر افغان به وکولای شي له ۱۰ تر ۲۰ کلونو کار وروسته د کور څښتن شي.

چارواکي وايي د دې پروژې پلي کول به په افغانستان کې د بې کوره دولتي مامورينو ستونزې کمې او د کار موندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور وي.

ورته مطالب