"ډېر ژر به د حکومت او حزب تر منځ موافقه لاسليک شي"

د انځور حقوق AFP

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب له افغان حکومت سره د دغه ګوند د سولې په تړاو د نویو شرطونو راپورونه رد کړي دي.

وړاندې یو شمېر نړیوالو رسنیو د سولې د شورا د يوه غړي له خولې خبر ورکړى و چې گواکې "اسلامي حزب امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کېدل او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش ټاکل د نوو شرطونو په توگه وړاندې کړي دي."

له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د مرکچي پلاوي مشر امین کریم بي بي سي سره خبرو کې دا راپورونه رد کړل او ويې ويل "دا د هغو کسانو هڅه ده چې سولې سره مخالف دي."

ښاغلي امين کریم وويل "موږ نه شرطونه وړاندې کړي او نه هم هغه مکتوب چې ولسمشر ته لېږل شوی دغه خبرې په کې مطرح شوې دي."

نوموړی وايي "موږ له افغان چارواکو سره هر ورځ په ښه او اغېزمنه توګه په اړیکه کې یوو.

ده زياته کړه "د موافقه لیک د وروستیو حقوقي او تخنیکي جملو په تړاو ورځنۍ همکاري سره لرو.

ده هیله وښودله چې چې دوو يا دريو و ورځو کې تخنیکي او تحقیقي مسلې حل او سند لاسلیک ته چمتو شي.

د سولې عالي شورا هم د اسلامي ګوند له خوا د نویو شرطونو وړاندې کولو په اړه بې خبري ښيي او وايي دوی د اسلامي ګوند د مخکني موافقه لیک ځواب ته په تمه دي.

د سولې د عالي شورا غړې حبیبه سرابي وايي "موږ ته نوي شرطونه نه دي رسېدلي، هغه مسوده ده چې د موافقه لیک لپاره وه موږ بشپړه کړې او بدلون په کې نه و او د اسلامي ګوند استازو ته مو سپارلې وه."

افغان حکومت وړاندې هم څو ځله د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د خبرو اترو په تایید ویلي وو، چې د افغانستان خلک به د سولې له هر ډول تفاهم لاسلیکېدو وړاندې د هغې له جزییاتو خبر وي.

د دې نه وړاندې څو امريکايي ورځپاڼو د سولې د شورا د مرستيال مطيع الرحمان سليم له خولې ادعا کړې وه، چې ښاغلي حکمتيار په يو ليک کې نوي شرطونه وړاندې کړي وو.

ورته مطالب