د ښیښو جوړولو فابریکه د ګاز نشتوالي درولې

ددغې فابریکې د ماشینونونو څرخونه لاهم د انرژۍ له کبله نه تاوېږي
Image caption ددغې فابریکې د ماشینونونو څرخونه لاهم د انرژۍ له کبله نه تاوېږي

د افغانستان په شمال کې د ښیښو یوې فابریکې ته دوه کاله کیږي چې د فعالیت جواز ورکړل شوی، خو تر اوسه تولیدات نه لري.

ددغی فابریکې مسؤولین د افغانستان د کانونو وزارت تورنوي چې له دوی سره د ګازو د رسولو په قرارداد کې ناغیړي کوي.

خو دغه وزارت وایي که د شبرغان - مزار د ګازو د نل لیکې امنیت خوندي کړل شي، نو دغې فابریکې ته به سون توکي ور ورسېږي.

د ښیښو دغه فابریکه د بلخ د دهدادي ولسوالۍ جنوب ته په یوه پراخه سیمه جوړه شوې.

یو د فابریکې یو چارواکی وايي، د فابریکې نصب شوي ماشینونه تولید ته تیار دي.

خو ظاهراً لیدل کیږي چې یو یې هم نه ګرځي او د هنګرونو په چت کې يې مرغانو ځالې جوړې کړې دي.

د ښیښو ددغې فابریکې یو مسؤول ډاکتر محمد هادي محمدي وايي د فابریکې چالاندېل یوازې د ګازو رسولو د یوه قرارداد لاسلیک ته اړتیا لري:

Image caption ددغی فابریکې مسؤولین د افغانستان د کانونو وزارت تورنوي چې له دوی سره د ګازو د رسولو په قرارداد کې ناغیړي کوي.
Image caption تر اوسه د میلیونونه ډالرو پانګوه بې ګټې پاتې ده

"د فابریکې هرڅه تیار دي، یوازې سویچ ته په تمه ده، یوازېنۍ ستونزه د ګازو ده خو په تاسف سره له تېرو دوو درېی کلونو راهیسې موږ په دې نه یو توانېدلي چې له اوږده انتظار سره سره ګاز ورته راولو".

دارنګه د فابریکې د جوړونکي شرکت جدګلاس مسؤولین وايي چې په دغې فابریکې یې ۱۴ میلیونه ډالره پانګونه کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰ ټنه ښیښې د تولید وړتیا لري او د سیمې ۱۰۰۰ زرتنه ګارګرو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

جد ګلاس چې د یاسمین شرکت یو څانګه ده له بهرنیو منابعو یې ټوله اټکل شوي پانګه ۶۸ میلیونو ډالرو ته رسېده خو د ګازو او برېښنا د نشتوالي له امله دغو سرچینو هم ددغې پروژې له ملاتړ اوږه سپکه کړې ده.

په پام کې وه د ښیښو د تولید په دوم پړاو کې له دغې پانګې نه د ښیښو د "فلوت" په نامه برخه کې کار واخیستل شي چې د نړۍ د ښیښو پرمختللې بڼه تولید یادېږي.

Image caption دغه فابریکه ناشکن ښیښې تولیدوي، چې اوس له ایران او پاکستان څخه واردېږي

د افغانستان د کانونو او پيټرولیم وزارت بیا وايي چې له جوزجان نه د مزارشریف د سرې او برېښنا او ښیښو جوړونې فابریکو تر تاسیساتو د ګازو د نل لیکې غځول د دوی نوښت و.

ددغه وزارت ویاند محي الدین نوري بي بي سي ته وویل چې د غځېدونکې نل لیکې د لارې په اوږدو کې د ناامنیو د شتون له امله ددغې پروژې کار درېدلی دی:

"ددغې پروژې عملي او تخنیکي کار د لنډ وخت لپاره د لېږد پر سیمه د امنیتي دلایلو له امله ولاړ وو، د کانونو او پيټرولیم وزارت ژمن دی چې زموږ د غوښتل شوي امنیتي وضعیت په شتون کې به خپل کار سرته ورسوي، موږ دا توانایي لرو چې په ډېره لنډه موده کې د سري او برېښنا فابریکې او ښیښو جوړونې ته ګاز ور ورسوو".

د بلخ ولایت په صنعتي پارکونو کې او له هغې د باندې تر۱۵۰ فابریکې فعالیت لري چې تر ډېره خوراکي توکي، د مېوو اوبه، پوښاک او پلاستیکي توکي تولیدوي.

خو ددغو فابریکو مسؤولین وايي چې د صنعتي تولیداتو په برخه کې پانګونې ته لاهم مناسب چاپېریال نه شته.

Image caption د دې کارخونې له لابراتوار نه د کرنیزو او خوراکي توکو د ازموینې لپاره هم ګټه اخیستل کېدای شي

د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد همایون احسان واي په هېواد کې د پانګونې او له پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د ښکاره ستراتیژۍ نشتوالی لوی خنډ دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم ویلي وو چې په لوېدیځ هرات،سوېل کندهار او ختیځ جلال اباد کې د برېښنا د نشتوالي او کموالي له امله تر ۳۰۰ تولیدي فابریکې له فعالیت لوېدلې دي.

Image caption اوس دغه کارخونه پرېښودل شوې ده

ورته مطالب