د بغلان د سکرو کان کارکوونکو لاریون کړی

د افغانستان شمالي بغلان ولایت کې د سکرو کان سلګونو کارکووونکو د کان د کار بندېدو له کبله لاریون کړی دی. د سکرو کان د استخراج د شرکت مشر ویلي، د کان چارې د ناامنۍ له کبله درول شوې، خو پولیس وايي ناامني لویه ستونزه نه ده.

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د سکرو د کان سلگونو کارکوونکو لاریون کړی او د کان ایستني د بیا فعالېدوغوښتنه يې کړي ده.

ددغه کان مشر وايي د کان ایستنې چاره د امنیتي دلایلو له امله دروشوې د، خو د بغلان پولیس وايي د کان په سیمه کې امنیتي ستونزه نه شته.

لاریون کوونکي وايي د کان کېدنې چارې نه بندیږي، دوی وايي له یوه لوري دوی د کار له لارې د خپلو کورنیو نفقه برابروي او له بل لوری کان ددوی میراث دی چې کلونه يې پکې تېر کړي دي.

د کرکر د ډبرو سکرو کان د کارګرو استازی شفیق الله وايي: ''کارګر د کار د ورکړې غوښتونکې دي، غواړي د کان ایستنې چارې بیا پیل شي او دوی هملته پکې مصروف شي، هغه کان چې ددوی میراث دی او د بغلان اقتصاد پرې چلیږي، خو دوی غواړي چې کان له منځه یوسي او کارګرو له همدې امله په لاریون لاس پورې کړی''.

د کرکر کان شاوخوا لس کاله وړاندې دولتي وو او د کان ایستنې چارې دولت مخته وړلې خو اوس دغه کان او د غوري سمټو د تولید فابریکه یو خصوصي شرکت ته د ۴۵ کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوي.

ددغه شرکت ریس معروف سروري وايي د کان ایستنې چارې د نا امنیتو له امله دریدلې دي.

نوموړی واي څو ځله وسلوالو کسانو دوی ته امنیتي ستونزې جوړي کړي دي:

''د غويي میاشتې په ۱۷ مخالفینو برید وکړ د کار وسایل او تجهیزات یې له ځان سره یوړل، ۲۱ تخنیکي او مسلکي کارکوونکي یې برمته کړل، انجینران او متخصصین د مخورو په منځکړیتوب راخوشي شول، خو دولت پاملرنه ونه کړه او د غبرګولي په ۲۵ وسلوالو د کارګرو د لیږد ګاډی او ټول شته یوړل د کار سیمه کاملاً نا امنه شوه، او کار په ټپه ودرېد اوسیمه اوس هم د وسلوالو تر کنټرول لاندې ده''.

خو د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت نا امني جوړکوونکي کسان کوڅه ډبي وبلل او وايي چې اوس ددغو خپلسرو مخه نیول شوې ده.

ورته مطالب