'د حزب اسلامي او حکومت د سولې خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلي'

د انځور حقوق AFP
Image caption د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ په درېيو اختلافي ټکو لا هم خبرې روانې دي. محمد امین کریم

بي بي سي ته ځينو سرچینو د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ خبرې بې کومې نتیجې پای ته ورسېدې. دغه سرچینه وايي، د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو د ناکامۍ لامل یو خنډ نه، بلکې یو شمېر خنډونه وو، خو زیاتوي تر ټولو لویه ستونزه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش رامنځته شوه.

افغان دولت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې تر څنګ نن سې شنبه د جون پر ۲۸مه د حزب اسلامي د مرکچې پلاوي مشر محمد امين کريم، د سولې په خبرو کې لوړې ژورې د دغه بهیر يو طبيعي اصل ګڼلی او وايي، د دغه ګوند او دولت ترمنځ په درېيو اختلافي ټکو لا هم خبرې روانې دي.

له حزب اسلامي سره سوله

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د افغان دولت او حزب اسلامي د ځينو مشرانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، چې په دا وروستیو کې تمه کېده، ډېر ژر به يې ترمنځ هوکړه لیک لاس لیک شي.

دغې سرچینې له بي بي سي سره په خبرو کې د دوی او افغان حکومت ترمنځ د خبرو ناکامي د افغانانو بدمرغي یاده کړه او وايي، ځکه یې هم په اړه خبرې نه کوي چې د افغانانو لپاره زېری نه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د حزب اسلامي لخوا په لیکنه کې ویل شوي، چې نوي شرطونه ددوي لخوا نه، بلکې د افغان دولت لخوا وړاندې شوي وو

تردې وړاندې پرون دوشنبه د حزب اسلامي يوې وېبپاڼې ؛شهادت؛ د 'سولې دوښمنان بریالي شول' تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړه، چې پکې لیکل شوي وو، ددوی او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې ناکامه شوې، خو څو ساعته وروسته يې دا لیکنه بېرته لرې کړه.

په دغه لیکنه کې د حزب اسلامي لخوا لیکل شوي و، چې حقيقت دا دی، چې د هوکړه لیک په نهايي شوې مسودې كې د حکومت له لوري تر ۲۰ ځله ډېر بدلونونه غوښتل شوي او نوي شرطونه وړاندې شوي دي.

د حزب په خبره ددوی مهمې غوښتنې د بنديانو خوشي كول، د کډوالو راستنېدو لپاره مناسب شرایط برابرول او د ملګري ملتونو او امريكا هغه تور ليستونه له منځه وړل وو، چي د حزب اسلامي د ځينو غړو نومونه په كې لیکل شوي.

په دې وروستیو کې ځينو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي وو، چې ګواکې حزب اسلامي له افغان دولت سره د خبرو لپاره نوي شرطونه ایښي، خو په کابل کې د افغان دولت چارواکو دا خبرونه رد کړل او ویلي يې وو، چې ډېر ژر به د حزب او افغان دولت ترمنځ هوکړه لیک وشي.

د حزب اسلامي لخوا په لیکنه کې ویل شوي، چې نوي شرطونه ددوي لخوا نه، بلکې د افغان دولت لخوا وړاندې شوي وو، چې وايي، دوی ډېر داسې شرطونه ځکه ورسره ومنل چې دغه بین الافغاني خبرې اترې ناکامه نه شي.