نامعلومو وسله والو په کابل کې یو قاضي وژلی

د انځور حقوق f
Image caption د کابل پولیس دغه مسله څاري او د کورنیو چارو وزرات هم د هغوی څېړنو ته په تمه دي

افغان چارواکي وايي تېره شپه نامعلومه وسله والو د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د استیناف محکمې مشر په پلازمېنه کابل کې وژلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي، تېره شپه ( ۲۷ جون ) نامعلومو وسله والو د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د استیناف محکمې مشر بخت ګل په پلازمېنه کابل کې وژلی دی.

ویل کېږي ښاغلی بخت ګل په رخصتۍ کور ته تللی و چې تېره شپه وسله والو کسانو د شپې لخوا په خپل کور کې په نښه کړ.

افغان چارواکي وايي دغه پېښه چې د کابل پنځمې ناحیې په دیوان بیګي سیمه کې شوې ده پولیس یې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د قاضي بخت ګل د وژنې په تاییدولو سره زیاته کړه “د کابل پولیس دغه مسله څاري، او د کورنیو چارو وزرات هم د هغوی څېړنو ته په تمه دي.”

د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي وايي وژل شوی قاضي د میدان وردګو چې د وژلو لامل يې لا نه دی معلوم.

تر اوسه د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو په کابل کې امنیتي چارواکي وايي پولیس د پېښې د عاملینو د نیولو په لټه کې دي.