ملي شورا د ټاکنیزو سمونونو لپاره ګډ کمېسیون جوړوي

د انځور حقوق Getty

ملي شورا د ټاکنیزو سمونونو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي. د افغانستان مشرانو جرګې تېره ورځ په دې تړاو د ولسمشر فرمان تایید کړ، په داسې حال کې چې ولسي جرګې دا فرمان رد کړی و.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که د ملي شورا دواړه خونې د کومې موضوع په تړاو د نظر یووالی ونه لري، نو د اختلاف له منځه وړلو لپاره ګډ کمېسیون باید جوړ شي.

اوس د ټاکنیزو کمیسیونو د اصلاحاتو او واکونو په تړاو د ولسمشر تقنیني فرمان د ملي شورا دواړه جرګې سره ویشلې دي، چې د حل لار یې ګډ کمېسیون دی، چې غړي به یې د دواړو جرګو له خوا ور وپېژندل شي.

مشرانو جرګه چې دغه فرمان یې تایید کړی په لومړي ګام کې د خپلو غړو د ورپېژندلو حق لري.

د مشرانو جرګې یوه غړې انار کلي هنریار وايي:

'' د دې لپاره چې پلاوی له عمومي غونډې رایه اخلي او وروسته مکتوبي هغوی ته ورپېژندل کیږي. فکر کوم دا پلاوی به په راتلونکې غونډه کې وټاکل شي او په رسمي توګه به هغوی ته ولېږل شي.''

وروسته به ولسي جرګه هم خپل استازي ګډ کمېسیون ته ور وپيژني. د مشرانو جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري وايي:

'' دلته باید یو ګډ پلاوی جوړ شي. چې غړي یې په مساویانه توګه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه ټاکل کېږي.

Image caption . فکر کوم دا پلاوی به په راتلونکې غونډې کې وټاکل شي او په رسمي توګه به هغوی ته ولېږل شي انارکلي

دوی به خپله غونډه کوي، هره پرېکړه چې دوی وکړي ولسمشر هغه توشیح کوي او هغه نافذه شمېرل کېږي''

که ګډ کمېسیون پایلې ته ونه رسیږي، برخلیک به څه وي؟

اوس پوښتنه دا ده که ګډ کمېسیون هم دا فرمان رد کړي، نو هغه وخت به څه کېږي، د ولسي جرګې دویم مرستیال یې په اړه وايي:

'' که ګډ کمېسیون هم پایلې ته ونه رسیږي او اختلاف حل نه کړي، نو د دواړو جرګو مصوبې ردیږي، خو ولسي جرګه یو بل چانس هم لري او کولای شي خپله پخوانۍ مصوبه بېرته غونډې ته ور وغواړي او د دوه ثلثه غړو په اکثریت پخوانۍ مصوبه تصویب کړي، چې هغه بیا مشرانو جرګې ته نه استول کېږي، بلکې ولسمشر ته د توشیح لپاره لېږل کېږي، چې هغه خپله قانون دی''

د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنیز نظام د سمون په تړاو د ولسمشر فرمان دوه ځله رد کړ.

دغه کار د ډېری مدني او سیاسي فعالانو غبرګونونه پارولي، او ولسي جرګه تورنوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوارګانو ټاکنو ته لېوالتیا نه لري.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید کال مخکې ترسره شوې وای، خو د ټاکنو په کمیسیونونو کې د بدلونونو نه راتلو له امله لا هم نه دي ترسره شوي.

د ټاکنو کمېسیونونو د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال په پراخو درغلیو تورن شول او د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو په دغو کمیسیونونو کې د بدلونونو ژمنه کړې ده.