نننۍ خوست: خوست کې د وسله والو قبرونه د درناوي په زیارتونو اوښتي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په خوست کې د القاعدې او طالبانو د وژل شویو کسانو پر قبرونو اوس زیارتونه ودان دي او ډلې ډلې خلک دعا او درناوي ته ورځي.

د خوست ښار په یو څنډه کې د څلوېښتو قبرونو یوه ټولګه تر نورو مشهور زیارت دی دغه کسان په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي وو.

د خوست ولایتي مرکز ته په رسېدو د سړک په چپه خوا د څو زړو ونو په سیوري کې جال جال دیوالونه چاپېر دي په ونو او د دیوالو پر سر لمر وړې جنډې دریادوي چې دا زیارت دی، زیارت د څلوېښتو قبرونو ټولګه ده او په څو متره کې ښار لوري ته د سړک ښۍ خوا د یوه جومات ودانۍ شته چې کیسه یې یوه ده.

د ۲۰۰۱ کال په نوامبر میاشت کې چې خوست د طالبانو له لاسه په وتو کې و، پر جومات امریکايي الوتکو بمبارۍ وکړې اوګڼ کسان یې ووژل په کې عرب او طالب وسله وال هم وو چې اوس پرې زیارت ودان دی.

جومات هم بېرته جوړ شوی دی.

زه زیارت ته په یوه ټکنده غرمه کې ورغلم، شاوخوا یې په څادریو کې مېرمنې ناستې وې ځینو لا غرمنۍ همدلته تیارې کړې وې، د زیارت په یوه دروازه له ننوتو سره سم مې سترګې په یوه ځوان ولګېدې، دی له یوې لرې کلیوالې سيمې راغلی و او ورته ویل شوي وو که د دغه زیارت ځوړندې ټوټې پر ځان ومښي نو به یې لړزېدلي عصاب ځای ته راشي، کمال خان همداسې کول چې ما پرې د ښه چارې غږ وکړ.

نوموړی وايي "عصبي تکلیف لرمه چا راته وویل چې دغه زیارت ته دعا ته ورشه ګوندې ښه شې"

په زیارت کې د پاخه عمر یو بل کس زرین ګل هم د قبرونو په شناختو ګرځېده، دی له کرښې هاخوا له میرام شاه دې زیارت ته د دعا لپاره راغلی و.

دی وايي "یوازې دعا ته راغلی یم خدای دلته رحم کوي، دې خلکو فرض روژه نیولې وه په روژه کې پرې بمبار وشو"

خو زیارت بې څښتنه نه و، ښایسته ګل د قبرونو وروستۍ هغه خواته په یوه وړه خونه کې ناست و، ده ته زیارت کوونکو له زړه ایستلې پیسې ورکولې او ده ویل دا یې دنده ده چې زیارت وساتي.

ښايسته ګل وايي "دلته له هرې سيمې خلک راځي له ځدراڼو راځي له ګربزو له تڼیو د لوګر له ولایته راځي ان له پاکستانه هم خلک دې زیارت ته راځي"

اورپکۍ د ماتولو اړخ یو خوا د خبرو دی ځکه د دې خلکو قبرونو ته د راتګ او د دې حالت په لیدو نور ځوانان جګړو ته هڅول کیدی شي خو ما ته حیرانونکې وه چې په ډېر لږ واټن کې د امریکا په ملاتړ ولایتي اداره او دلته دا زیارت چلېږي دواړو ته خلک ورځي.