"د پولیسو پر کاروان برید کې امنيتي چارواکو بې غورې کړې ده"

Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ، د کابل په لوېدیځ کې د افغان افسرانو پر لېږدوونکي کاروان ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۳۲ افسران ووژل شول او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شول.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ (جولای دویمه/چنګاښ ۱۲)، خپله ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د میدان وردګو د پولیسو پر موټرو د خونړي برید په تړاو بحث ته ځانګړې کړې وه.

ځینو وکیلانو ویل، د امنیتي چارواکي استیضاح کول ګټه نه لري، بلکې په دې اړه یې نېغ په نېغه له ولسمشر سره پر خبرو ټینګار درلود.

په نننۍ ناسته کې پر افغان امنیتي چارواکو تور ولګول شو، چې په ډله ییز توګه په بسونو کې د پولیسو لېږدېدو او د استخباراتي معلوماتو بابیزه ګڼلو د افغان افسرانو او پولیسو ژوند له خطر سره مخامخ کړ.

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د کابل په لوېدیځ کې د افغان افسرانو پر لېږدوونکي کاروان ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۳۲ افسران ووژل شول او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شول.

دغه پولیس سرتېري میدان وردګو کې د روزنې له یوه مرکز نه په پنځو بسونو کې کابل ته روان وو چې د لارې په اوږدو کې په نښه شول.

ځینو وکیلانو ویل، استخباراتي معلوماتو روښانه کړې وه، چې شاید پر لېږدېدونکو پولیسو او افسرانو برید وشي، خو په وینا یې په لوی لاس دغه استخباراتي معلومات بابیزه ګڼل شوي وو.

وړاندې هم د پولیسو، ملي اردو سرتېرو، څارنوالانو، قاضیانو او د عادي دولتي مامورینو پر ګاډو مرګوني بریدونه شوي.

ځینو نورو وکیلانو ویل، حکومت معمولاً ددا ډول پېښو لپاره څېړنیز کمېسیون ټاکي، چې بیا د کمیسیون کار له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ شي.

یوشمېر وکیلانو وغوښتل، چې دا ځل باید دغه موضوع جدي وګڼله شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption یوشمېر وکیلانو وغوښتل، چې دا ځل باید دغه موضوع جدي وګڼله شي.

له تېرې څه مودې راهیسې د افغانستان د حکومتي مامورینو او پوځي کارکوونکو پر لېږدوونکو ګاډو د وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه ډېر شوي، چې ځینې وخت حکومت ددا ډول لېږدوونکو موټرو د بندولو امر هم کړی دی.

طالبانو د پنجشنبې ورځې د برید پړه منلې ده.

ورته مطالب