د ۱۰ جګپوړو افغان پولیس چارواکو دندې ځنډول شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د تېر جون پر ۳۰مه له میدان وردګو ولایت د پولیسو د روزنې له مرکز نه پنځو بسونو کې پر لاره پر دوی خونړی برید وشو، چې لږترلږه ۳۲ پولیس پکې ووژل شول او شاوخو اتیا نور ټپیان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۱۰ جګپوړو پولیس چارواکو دندې ځنډول شوې. ویل کېږي دا ګام د کابل په لوېدیځ د امنیتي سرتېرو پر کاروان له خونړي برید او په تړاو یې له څېړنو څو ورځې وروسته اخیستل شوی دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ددغو جګپوړو پولیسو د دندو ځنډول د کابل لوېدیځ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پولیسو پر یوه کاروان د خونړي برید په تړاو له څېړنو او ارزونو وروسته ترسره شوي.

د تېر جون پر ۳۰مه له میدان وردګو ولایت د پولیسو د روزنې له مرکز نه پنځو بسونو کې پر لاره پر دوی خونړی برید وشو، چې لږترلږه ۳۲ پولیس پکې ووژل شول او شاوخو اتیا نور ټپیان شول.

برید د تازه فارغو شویو پولیسو پر کاروان شوی و.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې په تړاو د څېړنې لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ، چې په لړ کې یې د نورو پېښو مخه ونیوله شي او د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره مرستې وشي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې پېښه وڅېړله شي.

ورته مطالب