دویم لاس جامې، لومړۍ لاس خوښي

Image caption د دې جامو رنګ به د ډېرو اختر نور پسې رنګینه کړي.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د کوچني اختر په درشل کې، یو شمېر ځوانانو د بې وزله کورنیو لپاره د جامو راټولو کمپاین پیل کړی.

دوی وايي په یوه اونۍ کې توانېدلي درې زره جوړې جامې راټولې کړي. دا جامې د بې وزله کورنیو لپاره چې اختر کې د جامو د اخیستو وس نه لري ووېشل شوې.

یادې جامې د کابل له بېلابېلو سیمو نه د یوې اونۍ په ترڅ کې ټولې شوي دي.

افغانان اکثراً اخترونو او نورو مناسبتي ورځو کې نوې جامې جوړوي چې دا اوس په یو دود بدل شوی، خو داسې کورنۍ هم شته چې بیا د دې کار توان نه لري.

د اختریزې مسکا د کمپاین تر ډېره غړي د کابل پوهنتون محصلین دي. دوی وايي د دې کار موخه یې د ماشومانو او هغو بېوزلو پر شونډو مسکا خورول دي چې د غریبۍ شپې ورځې سبا کوي.

د یوې اونۍ په لړ کې راټولې شوي جامې د یوې ودانۍ په وړه خونه کې د همدغو ځوانانو له خوا له مینځلو وروسته اوتو او پاکټونو کې ځای پر ځای شوي.

Image caption دویم لاس جامې، خو د ډېرو هغو لپاره چې همدا هم ورته نه برابریږي ارزښت یې تر نویو زیاد دی.

د د ې کار فکر کابو درې کاله وړاندې دې ځوانانو ته پیدا شو.

نوید همکار د دې کمپاین یو تن غړی چې وايي: ''په کابل کې یو شمیر داسې کورنۍ ژوند کوي چې خپلو ماشومانو ته د جامو اخیستو توان نه لري.''

د نوموړي په وینا، هغه جامې چې دوی راغونډې کړي د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې پر بېوزلو کورنیو وېشلي دي.

دا دویم لاس جامې به د هغو ماشومانو د خوشحالیو یوه برخه وي چې د نویوجامو د اخستو توان نه لري . افغانستان کې ډیری کورنۍ ناداره دي او نشي کولی اخترونو کې خپلوماشومانو ته جامې او بوټان واخلي.

فقر او نادارۍ له کلونو راهیسې د افغانانو پر ژوند سیوری غوړولی ډیری کورني کډوال له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

کابل ښار کې ډیری کورني کډوال په سترګو کیږي چې نا امنیو خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د بښنې د نړیوال سازمان د موندنو په اساس افغانستان کې د نا امنیو له امله د کورنیو کډوال شمېر یو اعشاریه دوه میلیونو ته رسېږي.

د کابل په لویدیځ یوه کوچني کمپ کې د کندوز له جګړې څخه راتښتیدلې کورنۍ په خټینو کورونو کې مېشتې شوي.

د کندوز جګړې د حاجي برات او اوو ماشومانو سر تر کابله راورساوه، درې زامن یې د کباړ راټولول په کار بوخت دي او خپله برات د ناروغۍ په بستر پروت دی.

برات خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندیښمن دی نوموړي بي بي سي ته وویل ''که افغانستان کې امنیت وی اوس به موږ داسې در په دره نه و او د ماشومانو راتلونکی به مې تیاره راته نه ښکاریده.''

Image caption نوید همکار د دې کمپاین یو تن غړی چې وايي: ''په کابل کې یو شمیر داسې کورنۍ ژوند کوي چې خپلو ماشومانو ته د جامو اخیستو توان نه لري.''

خو دا په افغانستان کې د ټولو مېشتو افغانانو د ژوند انځور نه دی. د اختر په درشل کې د کابل بازارونه خورا تاوده دي او شپې تر ناوخته خلک د سودا په اخیستو بوخت دي.

خو ډېرې کورنۍ د برات په شان نه یوازې د توکو د اخیستو توان نه لري د مرستندویه ټولنو د مرستو لار څاري.