'د پولیسو خوندیتابه کې بې پروایي کوونکي مسوولین محاکمه کړئ'

Image caption د معترضانو یوه غوښتنه دا وه چې دولت د مدني ټولنې غړو ته د هغو کسانو د قضیو په څېړلو بهیر کې ونډه ورکړي چې بې پروایي یې کړې.

یو شمېر مدني فعالانو چې کابل کې د نوي ښار پارک کې راټول شوي وو، د افغانستان له ملي یووالي حکومت نه وغوښتل له هرډول ځنډ پرته هغه امنیتي مسوولین عدلي او قضایي ادارو ته وروپېژني چې له میدان وردګو نه کابل ته د تلونکو پولیسو د امنیت ساتنه کې یې بې غوري کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل؛ د کابل په لویدیځ کې د پنجشنبې ورځې (سرطان/چنګاښ ۱۰مه) ځانمرګي برید څېړنو د پایلو تر اعلان وروسته، د پولیسو ۱۰ لوړپوړو چارواکو دندې ځنډولي دي.

په دغه برید کې دوو ځانمرګو بریدګرو هغه پولیس په نښه کړل چې په ۵ بسونو کې له میدان وردګو نه کابل ته روان و. په دې برید کې ۳۲ کسان ووژل شول او ۷۹ نور ټپیان شول.

Image caption دغو کسانو خبرداری ورکړ ترڅو چې دولت ددوی غوښتنو ته پام ونه کړي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

د نن ورځې اعتراضي غونډې ګډون کوونکي چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده، له دولته وغوښتل چې د دولت او خلکو ترمنځ د بدګومانۍ لرې کولو لپاره دې ددغه ډول پېښو ارزونه کې دې د مدني ټولنې بنسټونو ته هم ونډه ورکړل شي. اعتراض کوونکو همداراز وغوښتل چې د پلان شویو بریدونو په تړاو د څېړنیزو کمیسیونو د کار پایلې دې اعلان شي.

ددوی بله غوښتنه دا وه چې هغه کسان دې وپېژندل شي چې په دولت کې دننه د مخالفینو لپاره جاسوسي کوي.

معترضانو د افغانستان له دولت نه وغوښتل چې ددې هېواد خلکو ته د ژوند ښه شرایط برابر کړي او د ځان او مال ساتنه یې وکړي.

د ننني اعتراضي غونډې ګډونوالو وویل، دولت باید د امنیت په ټینګښت کې هرډول بې غورۍ پروړاندې جدي ګامونه پورته کړي او د خلکو امنیت ساتلو ته پاملرنه ډېره کړي.

دغو کسانو د اعتراض خیمه ودروله او خبرداری یې ورکړ ترڅو چې د افغانستان دولت ددوی غوښتنو ته پام ونه کړي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

پر پولیسو تر خونړي برید وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې "کابل ته له میدان وردګو د پولیسو تازه دمو سرتېرو لېږد دې وڅېړي او د هر ډول بې غورۍ په صورت کې دې تعقیبي ګامونه پورته شي."

Image caption دا تحصن (اعتراضي ناسته) نن سهار د کابل نوي ښار پارک کې پیل شو.

ورته مطالب