' افغان هندوان او سکان د نورو افغانانو په څېر حقونه او دندې لري'

د انځور حقوق Getty

افغان ولسمشر د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په یوه کم ساري ګام کې لومړی د خپل هېواد د هندو او سک لږکیو له استازو سره وکتل.

اشرف غني دغو استازو د دوی د ستونزو هوارولو ډاډ ورکړ. ده وویل هندوان او سکان "د افغانستان وګړي دي او له نورو افغانانو سره یې حقوق او وجایب برابر دي''.

تېرو دریو لسیزو کې افغانستان کې هندو او سک لږکي له تاوتریخوالي او هم ټولنه کې له توپیري چلند سره مخامخ شوي دي. افغان چارواکي وايي، زیار باسي، چې د لږکیو شته ستونزې حل او حقونه یې خوندې کړي.

افغانستان کې د کورنیو جګړو او تاوتریخوالي له کبله ګڼ شمېر هندوان او سکان له خپل هېواده تېښتې ته اړ شوي دي، خو داسې اټکل کېږي، چې لا هم د دغو لږکیو سلګونه کورنۍ په افغانستان کې ژوند کوي.

ولسمشر غني په خپله اختریزه وینا کې په مدینه منوره کې شوی ځانمرګي برید وغانده او دا یې اسلام ته سپکاوی وباله او د اسلامي نړۍ یووالي غوښتنه یې وکړه.

ولسمشر غني په خپله وینا کې د حکومت پر مخالفینو غږ وکړ، چې د افغانستان په پرمختګ کې برخه او له جګړې لاس واخلي.

ده جګړه پر افغانانو تپل شوې وبلله او ویې ویل، تر هغه چې افغانستان ته "سوله راغلې نه وي خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي".

افغانان داسې مهال اختر لمانځي، چې لا هم د تاوتریخوالي له پېښو او د جګړې له اغیزو کړیږي. د دغه جګړه ځپلي هېواد ډېر خلک د خوښیو لږ فرصتونه لري او د اخترونو لمانځلو ته ښه هوسیږي.

کابل کې هم د اختر پر لومړۍ ورځ د ښار په زړه کې ګڼ شمېر کورنۍ، ځوانان او ماشومان پارکونو ته وتلي وو، چې د اختر خوشحالۍ ولمانځي. جمعه خان له هغو ځوانانو دی چې له لغمانه کابل ته د اختر د خوښیو لمانځلو لپاره راغلی.

دی وايي لغمان کې نا امنیو اړ کړی کابل ته لاړ شي او "څو شېبې په آرامه فضا کې له خپلو دوستانو" سره تېرې کړي.

کابل کې د اختر لپاره کلک امنیتي تدابیر هم نیول شويى.

زرګونه پولیس د امنیت ساتلو لپاره ګومارل شوي، امنیتي پوستې له پخوا ډېرې شوې اود وسایطو څارنه په جدیت سره ترسره کېږي.