اوباما: افغانستان کې به د ځواکونو شمېر له ۹۸۰۰ نه ۸۴۰۰ ته راټیټ کړای شي

د انځور حقوق AFP

د امريكا ولسمشر باراك اوباما ويلي له افغانستانه یې د امریکايي پوځيانو وتلو پلان کې بدلون راوستی او اوس به د دغو پوځیانو ډېری په افغانستان کې پاتې شي.

په پام کې وه د سږ کال تر پایه به ۵۵۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي، خو اوس ښاغلی اوباما وايي د پوځي مشرتابه په غوښتنه به ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال ولسمشر اوباما وویل، افغانستان کې امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نه دی او د دغه هېواد امنیتي ځواکونه لا هم د امریکايي پوځ ملاتړ ته اړتیا لري. هغه وویل:

''د سږ کال تر پایه ۵۵۰۰ کسانو ته د پوځیانو د شمېر ټیټولو پر ځای امریکا زما د ولسمشرۍ مودې تر پایه ۸۴۰۰ پوځیان افغانستان کې ساتي. هغه دنده چې افغانستان کې زموږ پوځیانو ته سپارل شوې بدلون نه کوي، د دوی توجه به د افغان ځواکونو ملاتړ او د ترهګرو تعقیب ته وي.''

د ښاغلي اوباما په خبره طالبان اوس هم د افغانستان امنیت ته خطر دي.

د نوموړي په وینا امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل شي. طالبانو ته وینا کې ښاغلي اوباما وویل، کلونه کېږي، چې تاسې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت یاست، خو دغه جګړه کې به هېڅکله بریالي نه شئ، ځکه امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

خو نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتګ او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل یوازې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو په صورت کې ممکن دي او وايي امریکا له همدې کبله د افغان حکومت په مشرتابه د سولې بهیر پلوي کوي.

ښاغلي اوباما دغه پرېکړه وارسا کې د ناټو سرمشریزې له غونډې دوې ورځې مخکې اعلان کړه.

هغه وویل دې سره د ناټو نور غړي هم کولای شي په غونډه کې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې اعلان کړي.

په پام کې ده ناټو سرمشریزه کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ په اړه تر ۲۰۲۰ پورې د غړو هېوادونو ژمنې اعلان شي.

همدا اوس په افغانستان کې د امریکا ۹۸۰۰ پوځیان او د ناټو نورو غړو هېوادونو ۳۰۰۰ پوځیان د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې په دنده بوخت دي، چې اصلي دنده یې د افغان ځواکونو ملاتړ، مشوره او روزنه ده.