اشرف غني: د کابل – تهران اړیکې باید دولت محوره وي

د انځور حقوق PRESIDENT.IR
Image caption ښاغلي غني (کیڼ اړخ ته) ښاغلي روحاني ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره به هڅه وکړي.

د ایران ولسمشر له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره خبرو کې له هغه غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو مدیریت او ستراتیژیکو همکاریو تړون پر سر خبرې پیل کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام (سرطان/ چنګاښ ۱۶مه) له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره پر ټېلفون خبرې کړي.

ښاغلي غني ایران سره د اوبو پر مدیریت او ستراتیژیکو همکاریو پر تړون خبرو ته چمتووالی ښوولی، خو ویلي یې دي چې لومړی باید د افغانستان لویدیځو سیمو کې امنیتي ستونزې لرې شي او افغانستان او ایران باید ډاډمن شي چې د کابل او تهران اړیکې یوازې د حکومتونو ترمنځ دي.

د افغانستان ولسمشر ویلي، "له نادولتي ډلو سره د اړیکو ساتل د افغانستان او سیمې له سولې او ثبات سره په ټکر کې دی، نو لومړی باید دغه مسایل روښانه شي."

د ښاغلي غني دفتر سپیناوی نه دی ورکړی چې د هغه موخه له کومو ډلو سره او څنګه اړیکې دي، خو د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په تلویحي ډول د ایران له نوم اخستو پرته د طالبانو پخواني مشر ملا منصور پر پاسپورټ ددې هېواد ویزې ته اشاره وکړه، خو په دې اړه یې له توضیحاتو ډډه وکړه.

کابل کې د ګوهرشاد پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد محمد قاسم عرفاني وایي، په احتمالي ډول د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اشاره طالبانو سره د ایران اړیکو ته ده.

ښاغلي عرفاني بي بي سي سره خبرو کې وویل، د افغانستان حکومت وروسته له هغه اندېښمن شو چې پاکستاني چارواکو د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته وویل چې هغه په پاکستاني پاسپورټ ایران ته سفر کړی و.

هغه زیاته کړه: "د ښاغلي غني موخه دا ده چې که ایران غواړي د افغانستان په سوله او ټیکاو کې مرسته وکړي، نو یوازې دې ددې هېواد له حکومت سره اړیکه وساتي، نه دا چې د طالبانو او حزب اسلامي او احیانا حقاني شبکې په څېر وسله والو ډلو سره."

که څه هم وړاندې تردې د افغانستان حکومت ټیټ پوړو چارواکو کله کله له طالبانو سره د ایران د اړیکو او ددې ډلې له ډیپوګانو د ایراني وسلو ترلاسه کولو خبره کړې، خو د دواړو دولتونو رسمي دریځ په دې تړاو له دغو ادعاوو انکار دی.

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستاني چارواکو ویلي و بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی کس چې وروسته یې ومنله ملا اختر منصور دی، په همغه ورځ له ایرانه د پاکستان خاورې ته اوښتی و.

ښاغلي عرفاني دې پوښتنې ته په ځواب کې چې څه لامل شوي د افغانستان ولسمشر اوس دا اندېښنه په لوړه کچه مطرح کړي وویل، اصلي خبره د ملا منصور په وژل کېدو کې ده او هماغه ډول چې په رسنیو کې خپور شو.

هغه زیاته کړه، په راپورونو کې ویل شوي چې د طالبانو د پخواني مشر پر پاسپورټ د ایران ویزه او ایران ته د ننوتلو او وتلو ټاپه لګېدلې وه او له ایرانه د بېرته ستنېدو پرمهال د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

د پوهنتون دغه استاد همداراز وویل، داسې راپورونه هم شته چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ایران سره د ملا منصور د اړیکو لارې چارې برابرې کړې وې.

د ښاغلي غني د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي خپل ایراني سیال ته وویل، د افغانستان په لویدیځو پولو کې امنیتي ستونزې پاید رفع شي او دی به شخصا هڅه وکړي د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې پراخې شي.

ایران له پاکستان وروسته د افغانستان له لویو سوداګریزو ملګرو او ډېرو افغان کډوالو کوربه دی. په عین حال کې کلونه کېږی چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې چې د افغانستان اصلي او ستراتیژیک ملګری دی، ترېنګلې دي.

امریکا په افغانستان کې پوځي حضور لري چې د ایران له نظره د افغانستان او سیمې د امنیت له ټینګښت سره مرسته نه کوي، خو د افغانستان دولت په هېڅ ډول د امریکایي سرتېرو و تلو غوښتونکی نه دی.

ورته مطالب