غني: له پاکستانه سوله نه غواړو؛ د سولې مخالفین دې وشړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي غني د وارسا ناسته کې هم ویلي و چې پاکستان ترهګر په ښو او بدو ویشي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ له اسلام اباد نه دا تمه نه لري چې افغانستان ته سوله راولي، خو غوښتنه یې دا ده چې پاکستان هغه کسان له خپلې خاورې وباسي چې د سولي مخالف دي او د افغانستان حکومت پروړاندې جګړه کوي.

ښاغلي غني د وارسا له غونډې کابل ته تر ستنېدو وروسته نن دوشنبه (سرطان/ چنګاښ ۲۱مه) په یوه خبري ناسته کې وویل؛ نړۍ له پاکستان سره د ښو اړیکو او سولې لپاره د افغانستان پر نیت شک درلود، "خو موږ ثابته کړه چې هم د سولې نیت او هم ورته طرحه لرو."

ښاغلي غني وویل؛ د ولسمشر په توګه د کار د پیل له لومړۍ ورځې یې د سولې لپاره هراړخیزې هڅې وکړې، "خو د دولت مخالفینو او د هغوی ملاتړو د افغانستان د خلکو پروړاندې عمومي جګړه اعلان کړه."

ولسمشر غني وویل؛ د افغانستان د سولې څلور اړخیزې ناستې، سیمې او نړۍ ته د افغانستان رښتینولي ثابته کړه، او دا یې د خپلو هڅو تر ټولو لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل "چا چې همکاري ونه کړه منزوي شوي."

ښاغلي غني وویل؛ "افغانستان له ګاونډي هېواد پاکستان سره د دولت – دولت ترمنځ نیکې اړیکې غواړي، خو څو خبرې باید روښانه وي ... افغانستان هېڅکله د چا ستراتیژیک عمق کېدای نشي. هر ګاونډي د افغانستان ملي حاکمیت درناوی وکړي."

ښاغلي غني خپلو خبرو کې یو ځل بیا پاکستان ته په خطاب کې وویل؛ "ترهګرو ته دې ځاله او ځای نه ورکوي" او هرڅوک چې ددغه هېواد امنیتي مسایلو کې لاسوهنه کوي او اورپکو ډلو ته ځای ورکوي، پیغام یې ورته څرګند دی.

ولسمشر غني تېره ورځ د پولېنډ پلازمېنه وارسا کې د ناټو سازمان په ناسته کې وویل، اسلام اباد د څلوراړخیزې ناستې له څرګندو ژمنو سره سره، لا هم "ترهګرو" پروړاندې د ښو او بدو توپیري چلند کوي. دغو خبرو ته پاکستان توند غبرګون وښود، خو غني وایي، دوی پاکستان سره د ښو اړیکو نیت ثابت کړی.

هغه وویل، کابل کافي اسناد او شواهد لري چې ثابتوي افغانستان کې بریدونه له "یوې بلې خاورې" پلانېږي او دا باید منع کړای شي.

ښاغلي غني وویل: "موږ له پاکستان نه سوله نه غواړو، موږ یوازې دا غواړو چې څوک [د افغانستان له دولت سره] سوله نه غواړي، له پاکستان نه یې وباسي."

د انځور حقوق AFP
Image caption اشرف غني د پاکستان باور ترلاسه کولو لپاره خپل لومړني سفرونه پاکستان ته وکړل.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د دواړو دولتونو ترمنځ هم سوله غواړي، داسې چې اسلام اباد د کابل پروړاندې "نااعلان شوې جګړه" چې موږ ورته په څرګندو ټکو تشریح کړی او هغوی سر ښورولی، پایته ورسوي.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان نړیوالو ملګرو د کابل دریځ درک کړی او د دواړو دولتونو سره په جدي ډول پر داسې لارو چارو کار کوي چې یوازې خبرې نه، بلکې عمل ولري. "موږ تېرو دوو کلونو کې له پاکستانه ډېرې ښې خبرې اورېدلي، خو عمل، عمل [پکار دی]."

وارسا غونډه

ښاغلي غني خپلو خبرو کې وویل، د ناټو ناسته کې د افغانستان د ګډون موخه دا وه چې د خپلو امنیتي ځواکونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ژمنه واخلي.

ښاغلي غني وویل، د ناټو غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه تر ۲۰۲۰ کال پورې تمویل کړي او د ۳۵۲ زره سرتېرو شمېر پر خپل حال وساتي چې وړاندې یې د ۲۵۰ زور ته د کمولو خبره کېده.

هغه د خیالي سرتېرو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه تر ارزونې او څارنې لاندې دي او ورسره ښوونکي او ښوونځي هم ارزول کېږي او وروسته یو څرګند سیسټم جوړېږي چې د هر یوه شخص هویت تثبیت کړي.

د نړیوالې ټولنې غوښتنې

ښاغلي غني وویل، نړیواله ټولنه هم له افغانستان نه غوښتنې لري، او دا هغه غوښتنې چې د افغانستان خلک یې لري.

د امنیتي او دفاعي بنسټونو قانونمند کېدل، په اغیزمن او روڼ ډول د سرچینو کارول او د پولیسو په برخه کې د پراخو اصلاحاتو راوستل د غني په وینا، د نړیوالې ټولنې او خلکو غوښتنه ده او موږ یې راولو.

ښاغلي غني د اداري فساد پرضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړېدو ته په اشارې وویل، چې راتلونکو اونیو کې به دا مرکز خپل عملي او اصولي اقدامات پیل کړي.

"فساد سره د مبارزې په برخه کې زموږ اقدامات قانوني دي، سیاسي نه دي، د کوم ځانګړي فرد یا ځانګړې ډلې په مخالفت نه دِ، یوازې او یوازې د بنسټیزو تحقیقاتو پر بنسټ او د لوی څارنوالۍ او محاکمو ازادۍ ته د درناوۍ له مخې دي."

دغه قضایي مرکز د فساد دوسیو ارزولو او د هغوی ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې لپاره د سرطان/چنګاښ په ۱۰ مه پرانستل شو.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان حکومت د اداري فساد مخنیوي لپاره سرتاسري اداري اصلاحات په پام کې لري.

"زه غواړم راتلونکې اونۍ نه د اداري اصلاحاتو مشري د یوه عالي کمیسیون په چوکاټ کې خپله وکړم. چې هر مجرب افغان اعتماد ولري چې له هرډول توپیرونو پرته ورته د سیالۍ برابر فرصت ورکول کېږي."

ورته مطالب