له افغان امنیتي ځواکونو سره د استرالیا ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته

د پولنډ پلازمېنه وارسا نن (جمعه) د ناټو د سرمشریزې کوربنه ده د انځور حقوق AFP
Image caption د پولنډ پلازمېنه وارسا نن (جمعه) د ناټو د سرمشریزې کوربنه ده

استرالیا وايي، له افغان امنیتي ځواکونو سره پر ۵۰۰ میلیون ډالریزې اعلان شوې مرستې سربېره چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۷ پورې ژمنه شوې وې، اوس د ۳۰۰ میلیون ډالرو نورې مرستې ژمنه کړې ده، چې تر ۲۰۲۰ پورې به هر کال افغانستان ته ۱۰۰ میلیون ډالر ورکوي.

د استرالیا دولت د مرستې دا ژمنه د پولنډ پلازمېنه وارسا کې د نړۍ د مشرانو له سرمشریې وړاندې کړې، چې په پام کې ده افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو موده د راتلونکي میلادي کال تر پایه وغځوي او د ر روانو څلورو کلونو لپاره د افغان امنتیي ځواکونو د تمویلولو ژمنه وکړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، استرالیا وړاندې هم له افغانستان امنیتي ځواکونو سره د ۵۰۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۷ پورې به یې افغان حکومت ته ورکوي.

د استرالیايي چارواکو په وینا، له مرسته شویو ۱۰۰ میلیون ډالرو څخه به ۸۰ میلیون ډالر د افغانستان د ملي اردو او ۲۰ میلیون نور د ملي پولیسو لپاره ځانګړي شي.

د انځور حقوق Getty

وړاندې د استرالیا لومړي وزیر کابل ته د سفر پمرهال ویلي وو، ځواکونه یې یو کال نور هم په افغانستان کې پاتې کېږي.

استرالیا په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰ پوځيان لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.

د ناټو له غونډې د افغانستان تمې

د تېرې پنجشنبې په ورځ، (چنګاښ ۱۷مه) ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو د سرمنشي په رسمي بلنه د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ولاړ.

د ناټو غړو هېوادونو سرمشریزه د جولای پر ۸ مه پیلېږي. افغان چارواکي هڅه کوي تر ۲۰۲۰ کال پورې د ناټو غړو هېوادونو ته د خپل هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د نورو مرستو جلبولو قناعت ورکړي.

افغان دولت اعلان کړی چې په دې ناسته کې د ناټو له غړو شپږ مشخصې غوښتنې لري.

د انځور حقوق arg
Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ، (چنګاښ ۱۷مه) ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو د سرمنشي په رسمي بلنه د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ولاړ.

لومړۍ غوښتنه یې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي سرچینو چمتو کول دي، چې هر کال پرې یې کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

وړاندې پر دې همکارۍ ناټو او امریکا هم هوکړه کړې ده.

دویم دا چې افغان هوايي ځواکونه سمبال او پیاوړي شي، درېیم، څلورم او پنځم دا چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره مالي سرچینې وموندلې شي.

د افغان دولت شپږمه غوښتنه دا ده چې د وارسا کنفرانس کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ټول اړخونه وڅېړل شي.

د ګډونوالو هیلې

د افغانستان د غوښتنو په مقابل کې، د ناټو غړي هېوادونه هم له افغانستان نه یولړ هیلې لري، چې د کابل د چارواکو په وینا، نړیوال له افغان حکومته د اقتصادي اصلاحاتو، د قانون واکمنېدو، د مالي سیستم پیاوړي کولو، له فساد سره د مبارزې چټکوالي او په ټوله کې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو هیلې لري.

Image caption د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړي کول د ناټو له سرمشریزې د کابل له غوښتنو یوه ګڼل کېږي

ورته مطالب