خلیلزاد: د افغانستان د ستونزو مور پاکستان دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل "پاکستان د ترهګرو پلوي کوي. امریکا په دې باور ده چې حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ده او په دې کې هم شک نه شته چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو سره تاریخي او ټینګې اړیکي لري".

د دې ترڅنګ سې شنبه د جولای په۱۲مه د پاکستان په اړه د امریکا په ګانګرس یوې جرګګۍ کې پر پاکستان بحث کېږي. ښاغلي خلیلزاد چې په دغه غوڼده کې وینا کوي وویل، د بحث موضوع دا ده چې پاکستان د امریکې دوست دی که دښمن؟ پاکستان د ترهګرۍ په مسله کې له امریکا سره همکاري کوي که له ترهګرۍ سره؟

افغانستان او پاکستان

Image caption خلیلزاد وايي‌ پاکستانه باید دویمه شمالي کوریا جوړه شي او ګوښه کړل شي

زلمی خلیلزاد په دې باور دی هغه ډلې چې له افغان حکومت سره جنګېږي، پاکستان یې ملاتړ کوي. نړۍ باید دا حقیقت ومني او د همدې حقیقت په رڼا کې پرېکړه وکړي.

ښاغلی خلیل زاد وايي هغه افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي او تاوان ترې وغواړي.

ښاغلی خلیلزاد وايي په خبرو څه نه کېږي، باید قربانیان د قانوني وکیلانو له لارې محکمې ته ورشي او له پاکستانه تاوان وغواړي. افغان حکومت باید اسناد او شواهد راټول کړي، ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته قناعت ورکړي، په لوېدیځ کې عامه ذهینت قانع کړي او د نړۍ هېوادونه هم قانع کړي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او باید د دي په بدل کې سزا ورکړل شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان تل دغه ټول تورونه رد کړي او وايي دغه هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

نوموړی وايي امریکا باید ورته کار وکړي او پر پاکستان پوځي او مالي مرستې بندې کړي. له پاکستانه باید دویمه شمالي کوریا جوړه شي او ګوښه کړل شي.

ښاغلي خلیلزاد وايي اوس شرایط دې ته چمتو شوي دي چې دغه ډول ګامونه پورته شي.

خو پاکستان تل دغه ټول تورونه رد کړي او وايي دغه هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني دی. دوی دا هم وايي چې پاکستان د ترهګري پر ضد له نړیوالو سره مرستې کړي او د افغان طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې رېښتینې هلې ځلې کوي.

له افغانستان سره مرستې

د جولای په ۹مه ناټو د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې اعلان وکړ چې تر۲۰۲۰ کاله پورې به افغان امنیتي ځواکونه تمویلوي او هر کال به یو میلیار ډالره مرسته ورکوي. د دې ترڅنګ به د ناټو ځواکونه تر ۲۰۱۶کال وروسته هم په افغانستان کې پاتېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption خلیلزاد وايي‌ نړیوال باید له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي

د وارسا غونډې په تړاو ښاغلي خلیلزاد وویل، د ناټو له خوا له افغانستان سره نوره مرسته مهمه ده خو نړیوال باید له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي. دی وایي دا مرستې ښې دي خو افغانان باید په پردیو مرستو روږدي نه شي.

د افغانستان لپاره ښه ولسمشر

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان لپاره به د ډموکرات ګوند نومانده هېلري کېلنټن او که جمهوریت غوښتونکي ګوند مخکښ نوماند ډونالډ ټرمپ ښه وي وویل، سره له دې چې دی جمهوریت غوښتونکی دی خو لا یې د ټرمپ ملاتړ نه دی اعلان کړی.

د انځور حقوق Getty
Image caption ډونالډ‌ ټرمپ او هیلرې کلېنټن د امریکا راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو کې مخکښه نوماندان دي.

دی وایي لا هم د دوو کاندیدانو ترمنځ د نړیوالو اړیکو په اړه جدي بحث نه دی پیل شوی او دا هم نه ده مالومه چې د افغانستان په اړه یې تګلارې کومې دي؟

ورته مطالب