خوست کې د سېلابونو تلفاتو په اړه د چارواکو ضد او نقیضې شمېرې

د انځور حقوق .

د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې چارواکي د راوتلو سېلابونو د تلفاتو په اړه ضد او نقیضې شمېرې وړاندې کوي.

وړاندې د خوست کې طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر شادم خان هلال بي بي سي او نورو رسنیو ته وویل چې په دوو بېلابېلو پېښو کې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د هغه په وینا لومړۍ پېښه تېره ورځ (سرطان/چنګاښ ۲۸مه) د علي شېرو ولسوالۍ په هارون خېلو سیمه رامنځته شوې چې د څلورو ښځو، څلورو ماشومانو او دوو سړیو په ګډون پکې ۱۰ کسان مړه شوي.

هغه وویل، یوه فلاینګ کوچ ډوله موټر له سیمې تېرېدو لپاره پر اوبو ګډ شوی و چې د اوبو توندو څپو لاندې کړ. ددې پېښې اته قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي او د درملنې لپاره پاکستان ته تللي و.

هلال وویل، ورته دویمه پېښه د خوست ښار شمال ختیځ کې د صبریو ولسوالۍ کې رامنځته شوې. د هغه په خبره، یو "پیک اپ" ډوله موټر چې ۴ ماشومان، دوه ښځې او یو سړی پکې سپاره و، غوښتل یې له صبریو ولسوالۍ خوست ښار ته لاړ شي چې لاره کې سېلاب یوړل.

په دغه پېښه کې مړي شوي چې دا هم ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

خو د خوست د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو په دویمه پېښه کې د ۷ کسانو مړه کېدل تایید کړي، خو په لومړۍ پېښه کې د ۱۰ کسانو مړینه یې نه ده منلې.

د ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، کوم کسان چې سېلاب کې ګېر پاتې و، د امنیتي ځواکونو لخوا ژغورل شوي.

خو زیاتوي چې د خوست په نورو سیمو کې د تلفاتو راپورونه وررسېدلي چې دولتي ادارې یې د ارزولو په حال کې دي.

د انځور حقوق .

خوست چې په غرونو راچاپېر ولایت دی، هر کال پکې د اوړي په موسم کې تېز اورښتونه کېږي چې اوبه یې په ځینو سیمو کې سېلابونه جوړوي.

په دغو سیمو کې د پلونو نشتوالي له امله ډېر کله موټر له لارې د تېرېدو په موخه په اوبو کې ورګډېږي چې کله ناکله د اوبو ناڅاپي ډېرېدل د خلکو د مړینې لامل ګرځي.

ورته مطالب