افغانستان ای اېم ایف سره د اقتصادي اصلاحاتو پر درې کلن پروګرام هوکړه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption ای ایم ایف غواړي ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۵ کال پرتله اقتصادي وده چټکه شي او د مرستو له ډېرېدو سره د لګښتونو پرتله عاید ډېر شي.

د افغانستان مالیې وزارت وايي، د پېسو له نړیوال صندوق سره د اقتصادي اصلاحاتو درې کلن پروګرام په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې هوکړې له مخې افغان حکومت د پېسو له نړیوال صندوق نه ۴۵ میلیونه ډالره تر لاسه کړي دي.

دغه درې کلن پلان کې له فساد سره مبارزه، خصوصي سیکتور کې پانګې اچوونې ته د مناسبې زمینې برابرول او دغه راز د افغانستان مالي او اقتصادي ټیکاو پر ځای ساتل شامل دي.

د پېسو نړیوال صندوق د اجرییوي مشر مرستیال میتسوهیرو فوروساوا وايي:

''دغه پېسې به د افغانستان لاسته راوړنې د هېواد په لویو اقتصادي پروګرامونو کې یو ځای کړي او د روانو پروژو ټیکاو او د ملاتړو هېوادونو د مرستو تنظیمولو بهیر په چټکتیا کې به مرسته وکړي.''

د ښاغلي فوروساوا په خبره دغه پېسې به د مرکزونو رغونه، مالي او د مالیو اصلاحاتو رامنځته کولو او له فساد سره د مبارزې لاره کې ولګولې شي.

افغانستان د دغو پېسو لاسته راوړلو لپاره باید د اقتصادي اصلاحاتو یو پروګرام په بریالیتوب سره تر سره کړی وای او له هغه وروسته د پېسو نړیوال صندوق د عایداتو په ټولولو، د بانکي سیسټم پیاوړتیا او د مالي مرستو په تنظیم کې د دغه نړیوالې ادارې مرستو ارزونه کړې وای.

دغې ادارې د ۲۰۱۶ کال اپریل کې د افغانستان اقتصادي اصلاحات بریالي وبلل. دغه اداره غواړي ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰۱۵ کال پرتله اقتصادي وده چټکه شي او د مرستو له ډېرېدو سره د لګښتونو پرتله عاید ډېر شي.