د نیویارک پولیسو افغان پولیس 'اتل' بللی

د انځور حقوق ABC7
Image caption حمید وايي ده او ملګري یې زړه کې دعا کوله او داسې ځای ته یې د تلو هڅه کوله، چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې لږ وي.

د نیویارک پولیسو خپل دوه افسران د 'زړورتوب' له کبله ستایلي او 'اتلان' یې بللي دي.

حمید ارماني افغان نژاد دی له خپل ملګري افسر پېټر سایبولسکي سره یو ځای د ټایمز سکوېر له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې نه هغه غوټه لرې کړه، چې ګومان کېده بم پکې ځای پر ځای شوی دی.

دغو دواړو افسرانو په یاده سیمه کې پرون (جولای۲۰) ګزمه کوله، چې څنګ ته یې روان موټر نه د دوی موټر ته دغه غوټه وغورځوله شوه.

حمید ارماني وايي کله یې چې له غوټې نه غږونه واورېدل شول، ده او ملګري افسر یې پرېکړه وکړه، چې ژر تر ژر د ګڼې ګوڼې له ځایه لرې ووځي:

''شاوخوا مې وکتل، سیمه له خلکو ډکه وه، بې شمېره ماشومان وو، پرېکړه مو وکړه، چې که موږ مرو، باید باید شاوخوا خلک راسره و نه وژل شي''.

حمید وايي ده او ملګري یې زړه کې دعا کوله او داسې ځای ته یې د تلو هڅه کوله، چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې لږ وي.

د حمید ملګري افسر پېټر سایبولسکي ویلي: ''نژدې دوه کاله کېږي، چې زه او حمید همکاران یو، یوه بل سره ډېر ښه چلند کوو او نژدې د یوه بل له زړونو خبر یو، پرون موږ دواړه ترهیدلي وو، فکر مو کاوه نور مو د ژوند وروستۍ شېبې رسېدلې، خو پرېکړه مو وکړه، چې باید د نورو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړو''.

هغسې چې دغو افسرانو خپل رپوټ کې ویلي، حمید چې ګاډی یې چلاوه ګاډي له ټایمز سکوېر سیمې یوه داسې ځای ته ورساوه، چې خلک په کې نه وو او له هغه وروسته یې هغه غوټه له ګاډي بهر کړه.

دوی هلته هم هڅه کوله لاروي له خپل ګاډي لرې وساتي. د نیویارک بم خنثی کولو کارکونکو ته لږ وروسته معلومه شوه چې په غوټه کې له یوه فانوس او ګروپ پرته چې په بیټرۍ چلیدل نور څه نه وو.

نیویارک پولیسو څو ساعته وروسته هغه کسان ونیول، چې دغه غوټه یې د پولیسو ګاډي ته غورځولې وه.

ورته مطالب