کابل کې تښتول شوې هندۍ مېرمن وموندل شوه

 جوديت ديسوزا د انځور حقوق Judith DSouza FB Page
Image caption جوديت ديسوزا له يوه کال راهيسې په کابل کې کار کاوه

د هند د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، څه باندې یوه میاشتې وړاندې کابل کې تښتول شوې هندۍ جودیت دیسوزا خوشې شوې ده. سوشما سورج ویلي، دیسوزا کابل کې د اغا خان له بنسټ سره کار کاوه.

سوشما سورج پخپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د اغلې دیسوزا په خوشې کېدو خوشحاله شوې ده.

اغلې سورج ویلي، له دیسوزا سره یې خبرې کړې او د هغې وضعیت ښه معلومېږي او ژر به هند ته ولېږدوله شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له دولت او کابل کې د هند له سفارته د هندۍ وګړې د خوشي کېدو لپاره له هڅو مننه کړې ده.

دې دوه ساعته وړاندې لیکلي وو، دیسوزا به د زمري/اسد پر دویمه ماښام ډیلي ته ورسېږي.

د خبري سرچينو له مخې ۴۰ کلنې جوديت ديسوزا، د اغا خان له بنسټ سره په کابل کې کار کاوه چې د جون پر ۱۱مه، (غبرګولی ۲۲) کابل کې د شپې مهال د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوې وه.

افغان بنسټونو د دې مېرمنې د خلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړې دې.

د اغلې ديسوزا خور د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي وو چې خور يې له تېره يوه کال راهيسې په کابل کې په کار بوخته وه.

ځینو هندي رسنيو ويلي وو، چې نوموړې د کابل ښار په تايمنيو سیمه کې تښتول شوې وه.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې يو بل هندی چې اليکسس پرم کما نومېده په هرات ولايت کې تښتول شوی و، چې د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ مياشت کې خوشی شو.

همدا ډول په ۲۰۰۳ کال کې د ساختماني برخې دوه هندي کارګر تښتول شوي وو، چې بيا وروسته ازاد شول.

د اغا خان بنسټ له ۲۰۰۲ کال راهيسې د کليو د پراختيا، د کرنې، زده کړې او د څښلو اوبو رسولو په برخه کې کار کوي.

وروستیو کې هند له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي.

ورته مطالب