کابل کې د لاریونیانو منځ کې خونړۍ چاودنه شوې

د انځور حقوق epa

د افغانستان پلازمېنې کابل دهمزنګ کې د هغو لاریونیانو په منځ کې چاودنه شوې، چې له ترکمنستانه یې د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې د ۵۵۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزو د غځولو په پلوۍ پیل کړی و.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د وژل شویو شمېر ۶۱ او د ټپیانو شمېر ۱۴۲ کسان دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې د لایونیانو منځ کې برید غندلی دی.

ارګ وايي، ولسمشر ټولو بنسټونو او دولتي چارواکو ته امر کړی چې د ملي امنیت او سردار محمد داود خان روغتونو په څېر مجهزو روغتونونو د ټپیانو په لېږدولو او درملنه کې خپل ټول امکانات وکاروي.

د لاریون یوه ګډونوال حفیظ شریعتي بي بي سي ته وویل، په سیمه کې د لاریونیانو منځ کې درې چاودنې وشوې چې په وینا یې امکان لري ځانمرګی برید به و.

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ښاغلي شریعتي ویلي، ښايي ګڼ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وي.

پر خواله رسنیو په ځینو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې چاودنه زوروره وه.

د پېښې ټپیان د دارالامان په سړک استقلال روغتون ته د پوځیانو په موټرو کې لېږدول شوي. حکومت تېر ماښام د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.

په سیمه کې د بي بي سي یوه خبریال ویلي، په لاریون کې تر دوو زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و.

لاریونیانو ویل، د مظاهرې لومړی پړاو یې پای ته رسېدلی او اوس د "نامحدود تحصن" کېږدیو په درولو بوخت دي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب