د ګلبدین حکمتیار د وسله والو مشر کشمیر خان مړ شوی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند (حزب اسلامي) لوړ پوړي قومندان کشمیرخان کورنۍ بي بي سي ته ویلي، نوموړي د شکرې ناروغۍ له امله د ۶۲ کلونو په عمر د پښتونخوا په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

کورنۍ يې وايي ټاکل شوې د کشمیر خان جنازه به په جلال اباد او اسدباد کې وشي او وروسته به په خپله پلرنۍ هدیره د کونړ په شیګل دره کې خاورو ته وسپارل شي.

د ده د کورنۍ غړو په وینا نوموړی څو ورځې وړاندې له کونړه د ناروغۍ د سختیدو له امله پېښور ته وړل شوی و، هغه د تېر کوچني اختر په لمانځه کې له خپلو وسله والو سره د شیګل په دره کې لیدل شوی و.

نوموړي څلویښت کاله د چریکي وسله وال په بڼه ژوند وکړ.

کشمیر خان د مجاهدینو له واکمنۍ وروسته له شمالي ټلوالي سره یوځای نه شو او نه یې د طالبانو پلوي وکړه. خپل کلي ته لاړ او هلته یې خپل وسله وال او پلویان وساتل.

نوموړی په کونړ کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې هم جنګېده او امریکايي ځواکونو يې پر سر څلور ميليونه امريکايي ډالره جايزه هم ټاکلې وه.

د انځور حقوق

کشمير خان د روسانو پر وړاندې جګړه کې مشهور قومندان و او په افغانستان کې د حزب اسلامي د وسله والو مشري يې په غاړه لرله.

کشمیر خان په خپله سیمه کې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوله او د هغو خلکو مخنیوی يې نه کاوه چې په حکومت کې دندې لري، په وروستیو کې چې حزب اسلامي له حکومت سره خبرې پیل کړې نوموړي بي بي سي ته په یوه لیږل شوې ویډیو کې ویلي وو د حکمتیار د سولې د هڅو ملا به تړي.

د انځور حقوق

ورته مطالب