''نوې اورپکې ډلې د وردګو پوهنې ته سرخوږی جوړوي''

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېرو میاشتو کې په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو پر وړاندې د تښتونو او ځورونو پېښې ډېرې شوې.

د ميدان وردګو ولایت چارواکي وايي یوشمېر نوو وسله والې ډلې د پوهنې کارکونکو ته ګواښونه کوي.

د پوهنې دوه کارکونکي تېره اونۍ د دغه ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو وتښتول او له یوې ورځې یرغمل وروسته يې بېرته خوشي کړل.

د پوهنې د کارکوونکو پر وړاندې د تاو تریخوالي تازه دوه پېښې په همدې اونۍ کې رپوټ شوې دي.

د پوهنې دا دوه کارکوونکي د روانې اونۍ په پیل کې د څارنې په موخه د دغه ولايت په سید اباد ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو لخوا وتښتول شول او له یوې ورځې یرغمل وروسته بېرته خوشي شول.

د دغه ولايت د پوهنې مشر فضل الرحمن طارق وايي دوی د دغه راز ځورونو په هدف نه پوهېږي خو په وينا يې د بېلابېلو وسله والو او ناقانونه ډلو زياتوالي د دوی فعاليتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي:

''زموږ د ولایت موافق او مخالف له معارف سره جوړ دي او د معارف تائيد کوي، ولې ځينې ډلګۍ داسې پيدا کېږي چې د شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره منفي حرکتونه وکړي، د بېلګې په توګه، د اختر له رخصتيو نه وروسته د چک په ولسوالۍ کې يا هم د سید اباد په اونخي دره کې يې هم ځينې حرکتونه کړي وو، هغه کارکوونکي چې د معارف له رياست څخه خپلوکورونو ته تللي وو، هغوی ته یې مزاحمت کړی و، حتی یوه ورځ يې بنديان کړي هم وو او ورته ويلي يې و چې تاسې به وروسته له دې خپلو دندو ته نه ځئ.''

ښاغلی طارق زیاتوي، له دې وړاندې هم د اختر په رخصتيو تللي د معارف کارکوونکي وسله والو ګواښلي وو چې کار پرېږدي او د یوې ورځې لپاره يې بنديان کړي هم وو.

تېره هم په يوه پېښه کې د دغه ولايت د بهسودو د لومړۍ حصې ولسوالۍ د معارف مدير په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته د باميانو مرکزي ته روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا یو غړی وايي دوی د معارف کارکوونکو ته د بېلابېلو وسله والو ډلو لخوا متوجه ګواښ اندېښمن کړي او د سپین ږيرو په واسطه له مخالفو وسله والو ډلو ډلو سره د دغه ګواښ د مخنيوي په موخه په تماس کې دي.

د انځور حقوق BBC Pashto
Image caption د پوهنې د کارکوونکو پر وړاندې د تاو تریخوالي تازه دوه پېښې په همدې اونۍ کې رپوټ شوې دي.

عبدالوحيد اکبر زوی بي بي سي ته وویل د دوی اطلاعات دا ښیي چې د دغو تښتونو تر شا تر ډېره د هغو نوو ډلو لاس دی چې په تېرو میاشتو کې له بهر څخه راغلې:

''ريښتیا هم په دې کې شک نه شته چې له پاکستان څخه مخالفین دوه یا درې کسان راځي، چې هغوی د وردګو ولایت، په تېره بیا د سید اباد د مشرانو په غیاب کې داسې کارونه کوي، چې معارف نامبدی کړي، استادانو یا مدیرانو ته ګواښ وکړي او اخطار ورته ولېږي. خو هیله ده چې موږ به د دې مخه نيسو او زموږ موکلين په دې برخه کې چمتو دي. د معارف په برخه کې موږ یو نوی پلان جوړ کړی او هڅه به کوو ان شاء الله چې وضعه ښه شي.''

د ښاغلي اکبر زوی په وينا، پخوا طالبانو د معارف کارکوونکو ته ګواښونه نه کول، خو د نوو راغلو ډلو په راتلو سره د پوهنې کارکوونکو ته ستونزې ډېرې شوې دي.

په میدان وردګو کې ځايي خلک، چارواکي او د ولایتي شورا غړي اندېښنه لري که د پوهنې د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالو دغه لړۍ دوام وکړي، نو ښوونکي او کارکوونکي به په ناامنو سيمو کې کار ته زړه نه ښه کوي.

ورته مطالب