د هلمند خانشین د سقوط په اړه ضد او نقیض رپوټونه

د انځور حقوق epa

وسله والو طالبانو ویلي، د هلمند خانشین ولسوالي یې په 'ټولیز' ډول له حکومته نیولې، خو افغان حکومت وايي، طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ پر ځینو برخو بریدونه کړي او پرمختګ یې کړی، خو ګډو افغان ځواکونو یې د شا ته بېولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، تېره شپه ناوخته پر خانشین ولسوالۍ هجومي بریدونه وکړل، افغان کومانډو او هوايي ځواکونه پر وخت ورورسېدل.

نوموړی وايي، د خانشین له دوو پوستو افغان پولیس شا ته شوي او عملیات دوام لري.

ځواک وايي، د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د مخالفو وسله والو ۲۰ غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي، خو وسله والو طالبانو ویلي، په جګړه کې د دوی دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

عمر ځواک وايي، په جګړه کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي، خو طالبان ادعا کوي، د 'عمري' په نامه دې عملیاتو کې یې د خانشین ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، د استخباراتو مرکز او نظامي قرارګاه او پوستې نیولې دي.

د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د ولسوالۍ د استخباراتو د مشر په ګډون ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان دي، خو د دوی دا ادعا تر اوسه چا نه ده تایید کړې.

ورته مطالب