کابل کې چاودنه: د بهرنیانو پر تدارکاتي شرکت د طالبانو برید

د انځور حقوق AFP
Image caption نارت ګېټ د کابل هوایي ډګر ته څېرمه موقعیت لري او ترډېره بهرنیان ورته تګ راتګ کوي.

طالبانو د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د بهرنیو قراردادیانو پر یوه هستوګنځي برید کړی.

دا برید تېره شپه (دوشنبې، اسد/زمري ۱۱مه) په سیمه ییز وخت شاوخوا ۱:۲۵ بجه یوې زورورې چاودنې سره پيل شو.

د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل، له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ د نارګېټ په نوم تدارکاتي شرکت د دروازې مخې ته وچاودېده او وروسته دوه بریدګر د ودانۍ محوطې ته ننوتل.

پولیس وایي د ډزو په تبادله کې یو پولیس او دوه بریدګر وژل شوي او جګړه اوسمهال پایته رسېدلې ده.

ښاغلي رحیمي وویل، په نښه کې چې څو ساعته وغځېده درې پولیس ټپیان شوي دي، خو په دغه هستوګنځي کې چاته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، څرګنده شوې چې درېیو ځانمرګو په دغه برید کې برخه لرله.

صدیقي زیاته کړه، لا څرګنده نه ده چې دا ځانمرګي موټربم برید و که له لرې ځایه د ریموټ په وسیله چوول شوی، خو دا یې ومنله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شرکت دېوال خواته پارک شوی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د موټربم چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې د کابل ښار په ډېرو سیمو کې واورېدل شو.

نارت ګېټ ته ترډېره بهرنیان تګ راتګ کوي چې په کلکه یې ساتنه کېږی. پر دې هستوګنځي وسله والو درې کاله وړاندې هم برید کړی و. د نن شپې تر چاودنې وروسته د لنډې مودې لپاره کابل کې د ځینو سیمو برېښنا پرې شوه.

د سیمې یوه اوسېدونکي انعام الله بي بي سي ته وویل، "غوښتل مې ویده شم چې ناڅاپه چاودنه شوه. برېښنا ورسره لاړه. ډېره زوروه چاودنه وه، دا ډېره زوروره وه."

اندرېس وېلمر چې افغانستان کې د نشراتو په برخه کې کار کوي او اته کاله یې په افغانستان کې تېر کړی وایي، دا ترټولو زوروره چاودنه چې ده په دې موده کې تجربه کړې.

اندرېس وویل، "په دغو تاسیساتو کې دننه څو ځایه د پولیسو د تلاشۍ پوستې دي، خو پولیسو دغو پوستو کې یوازې د ورځې لخوا فعالیت کوي او د شپې لخوا پکې څوک نه وي."

طالبانو ددې چاودنې مسوولیت پرغاړه اخستی او ددې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې دې چاودنې درانه تلفات درلودل.

د انځور حقوق AFP

دا په تېرو لسو ورځو کې کابل کې دویم لوی ځانمرګی برید دی.

د امنیتي بنسټونو لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د اسد/زمري په ۲مه درېیو ځانمرګو بریدګرو د کابل په دهمزنګ کې د روښنایۍ غورځنګ لاریون په نښه کړ. په دغه برید کې چې یو بریدګر د پولیسو لخوا ووژل شو، له ۸۰ ډېر کسان ووژل شول او ۲۳۰ نور ټپیان شول.

د روښنایۍ غورځنګ غواړي د ترکمنستان نه د وارداتي برېښنا ۵۰۰ کیلو ولټه مزي له بامیانو تېر شي چې دولت یې د سالنګ له لارې د غځولو پرېکړه کړې.

ورته مطالب