هرات کې پر بهرنیو سېلانیانو برید کې شپږ تنه ټپیان شوي

د انځور حقوق

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د بهرنیو سیلانیانو پر لېږدوونکي موټر چې د امنیتي ځواکونو لخوا بدرګه کېده، د هرات – غور پر لاره وسله وال برید شوی او په پایله کې ۶ تنه ټپان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل، دا کاروان نن سهار (اسد/زمري ۱۴مه) د هرات چشت شریف ولسوالۍ په سیلي سیمه کې تر برید لاندې راغلی.

ویل شوي چې په د بهرنیو سیلانیانو په موټر کې ۶ بریتانویان، ۳ امریکایان، ۲ سکاټلنډیان او یو جرمنی و چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون د هغوی شپږ تنه ټپیان شوي دی.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، سیلانیانو له بامیانو حرکت کړی و چې د هرات – غور پر لاره پرې وسله وال برید وشو.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، یو شمېر سرتېري سیمې ته استول شوی او جګړه پایته رسېدلې ده.

طالبانو په هرات کی پر ګرځندویانو د برید مسولیت په غاړه واخیست. قاری یوسف احمدي، چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي ویلي، چې طالبانو پر دغو کسان چې د ده په وینا د یوه مرموز هدف لپاره یې سفر کاوه په نښه کړی دی.

ورته مطالب