د افغانۍ بانکنوټونه؛ له سوداګرۍ تر سوځولو پورې

Image caption د افغانیو بانکنوټونه په جرمني کې چاپېږي او په منځنۍ توګه د هر نوټ چاپېدل شاوخوا درې افغانۍ لګښت لري.

په افغانستان کې هر کال له ۵ تر ۶ میلیارده افغانیو بانکنوټونه د زړښت له امله لمنځه ځي. یوازې په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۴۰ میلیارده افغانۍ له همدې امله له چلنده وتلي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه چاپ شوي دي.

د هر بانکنوټ د چاپ لګښت شاوخوا درې افغانۍ کېږي چې هر کال د حکومت له بودیجې یوه زیاته اندازه پیسې پرې لګول کېږي.

د لسو، شلو، یا پنځوسو افغانیو یو نوټ چې د جیب په څنډه کې زوړ او ګونځې شوی وي ښايي یو څوک ترې ځان خلاص کړي او یوه سوالګر ته یې ورکړی، خو دا د لسو، سلو یا زرو افغانیو خبر نه ده، هر کال له ۵ تر ۶ میلیارده افغانۍ زړې او په بازار کې له چلښته وځي.

کله چې له یوې هټۍ څه اخلئ او پاتې پیسې چې له هټیواله اخلئ ډېرې زړې او څو ځایه پیوند شوې وي او نشئ کولای چې ټولې یې سوالګرو ته ورکړئ.

په افغانستان کې په لومړي ځل کاغذي پیسې شاوخوا سل کاله وړاندې د امان الله خان د پاچاهۍ په وخت کې چاپ او دود شوې. وروسته تر هغه په بېلابېلو دورو کې دا چاره ترسره شوه.

شاوخوا ۱۴ کاله وړاندې او په افغانستان کې د نوي بدلون رامنځ ته کېدو سره د تېرو ۴۰ کلونو بانکنوټونه باطل وګڼل شول او نوي یې چاپ شول، خو په تېرو لسو کلونو کې یې ۴۰ میلیارده افغانې زړې او له چلنده وتلې دي.

له ۱۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې بانکنوټونه ډېر زاړه شوي دي او د ۱ـ ۲ او ۵ افغانیو نوټونه خو تر ډېره له چلنده وتلي دي.

د افغانستان بانک د افغانیو نوټونو د چلند موده له ۴ تر پنځو کلونو ټاکلې، خو د دوو لاملونو له کبله دوه -درې کاله تر وخت مخکې زړېږي.

لومړی دا چې په افغانستان کې زیاتره راکړه ورکړه په نغدو پیسو کیږي دویم دا چې خلک د بانکنوټونو ساتلو ته چې له ملي ارزښتونو بلل کېږي پام نه کوي.

Image caption د افغانستان په شان یوه دودیز هېواد کې چې شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي یې بېسواده دي د دغې چارې پرمختیا او برېښنايي بانکدارۍ رواجېدل به کلونه وخت ته اړتیا ولري.

زیاتره کاروباریان لکه مستریان، سبزۍ پلورونکي، مېوه پلورونکي او تیل پلورونکي په خپلو ککړو او غوړو لاسونو د پیسو راکړه ورکړه کوي.

د پیسو راکړې ورکړې په بازارونو کې د پیسو بنډلونه په نمجنې ځمکې او د لمر وړانګو په وړاندې ایښي وي. د زړو نوټونو ډېرېدو د ځینو کسانو سوداګرۍ ته هم زیان اړولی دی.

د افغانیو بانکنوټونه په جرمني کې چاپېږي او په منځنۍ توګه د هر نوټ چاپېدل شاوخوا درې افغانۍ لګښت لري.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وايي که خلک د افغانیو ساتلو ته پام وکړي، نو هغه پیسې چې هر کال د نویو نوټو لپاره لګول کېږي، په نورو اړینو برخو کې لګول کېدای شي.

د برېښنايي بانکدارۍ او برېښنايي کارتونو په وسیله راکړه ورکړه چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې دود شوې د بانکوټونو د زړښت د مخنیوي یوه بله لار ده.

Image caption یو لس، شل او یا پنځوس افغانیګي نوټ چې د جیب په څنډه کې زوړ او ګونځې شوي وي ښايي ځان ترې خلای او یوه سواګر ته یې ورکړی، خو دا د لسو،۱۰۰ یا زرو افغانیو خبر نه ده، هر کال له ۵ تر ۶ میلیارده افغانۍ زړې او په بازار کې له چلښت وځي.

خو د افغانستان په شان یوه دودیز هېواد کې چې شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي یې بېسواده دي د دغې چارې پرمختیا او برېښنايي بانکدارۍ دودېدل به کلونه وخت ونیسي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب