د هلمند ناوې ولسوالۍ نیولو لپاره د طالبانو برید 'ناکام شوی'

د انځور حقوق Abdulaziz Safdari
Image caption نادعلي ولسوالي په وروستیو ورځو کې په هلمند کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې اصلي مرکز و

د افغانستان په سوېل هلمند ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي؛ د ناوې ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو د تېرې شپې برید له ماتې سره مخ شوی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات وایي، طالبانو تېره شپه غوښتل د ناوې ولسوالۍ او د پولیسو قومندانۍ ودانۍ ونیسي، خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله یې کلکه ماتې وخوړه او شاته شول.

هغه وایي، په دغې ولسوالۍ کې په جګړو کې لسګونه مخالفین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ښاغلي حیات په وینا، په دغه جګړه کې امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي، دوه سرتېري ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل تېره شپه تایید کړه چې د ناوې ولسوالۍ ودانۍ، ددې ولسوالۍ د امنیت مدیریت او د بازار یوه برخه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

طالبانو هم خبریالانو ته د ټېلفوني پیغام په استولو پر دغې سیمې د پراخ برید خبره وکړه او ویې ویل چې په ناوه کې یې د افغانستان امنیتي ځواکونو ډېرې پوستې او قرارګاه نیولې ده.

د هلمند والي وایي، طالبانو له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په ډېرو سیمو کې په ځانګړې توګه د هلمند ځینو ولسوالیو کې په بریدونو لاس پورې کړی دی.

د ښاغلي حیات په وینا، طالبانو په دې موده کې په خانشین، ګرمسېر، نادعلي او ناوې کې یرغلیز بریدونه وکړل، خو په دغو ټولو سیمو کې یې سخت زیانونه ولیدل.

د انځور حقوق Abdulaziz Safdari

هغه زیاته کړه، دوه اونۍ وړاندې طالبان د لښکرګاه ښار په درې کیلومترۍ کې د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمې ته راغلي و، خو دولتي ځواکونو دغه سیمه درې ورځې وړاندې تصفیه کړه.

ښاغلی حیات وایي، لا هم ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي او د مخالفینو پرضد چاڼیز عملیات هم روان دی.

په دې وروستیو ورځو کې د پوځ زرګونه سرتېري هلمند کې د طالبانو پروړاندې په عملیاتو کې ښکېل شوي دی.

د هلمند والي وایي، طالبان ډېر نه دي، خو هغوی پلولو او پلچکونو په الوزولو د دولتي ځواکونو ارتباطي لارې پرې کوي او همداراز جګړه کې د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي چې ورسره جګړه اوږدېږي.

هغه وویل: "د طالبانو بشپړه ماته لږ وخت نیسي. موږ نه غواړو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي. دا اسانه ده چې که طالب په یوه کور کې وي، موږ کور ړنګ کړو، خو موږ حتی نه غواړو پر هغوی ډزې وکړو چې خلکو ته زیان ونه رسېږي."

د هملند والي ټینګار کوي چې طالبان نشي کولی ددې ولایت هېڅ یوه ولسوالي ونیسي، ډېر ژر به ماته وخوري.

هلمند همداراز په افغانستان کې د نشه یي توکو ترټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې د دولتي سرچینو په وینا، د نشه یي توکو تولید او قاچاق پکې د طالبانو د عوایدو اصلي سرچینه ده.

ورته مطالب