افغان لیکوال اکرم عثمان ومړ

اکرم عثمان د انځور حقوق f
Image caption اکرم عثمان په ۱۹۹۲ کال سویډن ته ولاړ او هلته یې هم خپل قلم وچ پرې نه ښود، بلکې په شعر، ادب او هنر کې یې ډېرې لیکنې وکړې.

د افغانستان یو مشهور لیکوال محمد اکرم عثمان د ۷۹ کلنۍ په عمر سویډن کې ومړ.

اکرم عثمان په ۱۳۱۶ هجري لمریز کال د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې زیږېدلی خو د نوموړي د خپلې خولې خبره ده چې ګني "نیم بلخي او نیم کابلی" دی، داسې چې پلار یې د کابل او مور یې د بلخ وه.

نوموړي د کابل استقلال او حبیبه لېسو کې زده کړې کړې، بیا یې د کابل او تهران پوهنتونونو کې د حقوقو او سیاسي علومو زده کړې تر دوکتورا پورې رسولې.

اکرم عثمان څو کاله لیکوالي کړې، د افغانستان رادیو تلوېزیون کې د ادبي او ټولنیزو پروګرامونو وړاندې کوونکی پاتې شوی او یوڅه موده ددغه بنسټ د هنر او ادبیاتو د ادارې مشر هم و.

هغه په ۱۹۹۲ کال سویډن ته ولاړ او هلته یې هم خپل قلم وچ پرې نه ښود، بلکې په شعر، ادب او هنر کې یې ډېرې لیکنې وکړې.

د "فردا" په نامه یوه ادبي مجله هم د نوموړي تر څارنې لاندې چاپېده.

اکرم عثمان دوه زامن او یوه لور لري.

محمد اکرم عثمان د لنډې مودې لپاره د افغانستان د تاریخ او حقوقو د انستېتیوتونو مشر او بیا په دوشنبې ښار کې د افغانستان د ستر کونسل او تهران کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی هم پاتې شوی.

د لیکوالۍ پیل

اکرم عثمان، لکه څرنګه چې دی خپله وايي، له کوچنیوالي له ادبیاتو سره مینه لرله، خو کیسو او داستان د ادب تر لوړې پولې ورساوه.

ده به ویل، داستان لیکل یې په څلورم ټولګي کې پیل کړل.

د نوموړي لومړنی داستان 'ځنځیر پښو کې نجلۍ' په نامه چاپ شو چې 'ژوندون' مجلې په څلوېښتمې هجري لسیزې کې خپور کړ.

اکرم عثمان له افغانستان نه له وتلو وروسته هم لیکوالۍ ته دوام ورکړ، چې د نوموړي د نژدې ملګرو په وینا، بهر کې د ګوتو په شمېر له ډېرو فعالو افغان لیکوالو څخه ګڼل کېده.

نوموړي په اثارو کې عام الفهمه هغه ژبه او توري کارولي، چې تر ډېره د کابل په کوڅو او بازار کې خلک پرې ګړېږي.

د انځور حقوق
Image caption اکرم عثمان او نصیر مهرین

افغان لیکوال دستګیر نایل د نوموړي د داستان په اړه لیکلي: ''دغه داستانونه له ژوند او راتلونکې سره مینه او لیکل د سړي په زړه کې باغ باغ کوي. ساده، چمتو او ځوانمرده او ژمن اتلان د ده د کتاب پر پاڼو په ژوند راتاوېږي... ''.

د نوموړي تر ټولو مشهور داستان د 'زموږ کوڅه' په نامه دی، چې د افغانستان د معاصرو داستانونو او ادبیاتو یوه لویه ټولګه ګڼل کېږي.

دغه داستان د شلمې پېړۍ دویمه نیمايي د افغانستان پر تاریخي او سیاسي پېښو راڅرخي او د کابل په کوڅو او واټونو کې رامنځ ته کېدونکې پېښې انځوري، اتلان یې هم بېلابېل پوړۍ لرونکي کسان دي، خو ټول له پېښو اغېزمن شوي دي.

د اکرم عثمان ځینې لنډې کیسې جرمني، روسي، سویډني او بلغاري ژبو ته هم ژباړل شوي او د دوو کیسو پر بنسټ یې فلمونه هم جوړ شوي.

ورته مطالب