ارګ: د عبدالله خبرې د دولتدارۍ روحیې سره برابرې نه وې

Image caption د ارګ اعلامیه کې ویل شوي ژر به د هغه د خبرو په اړه جدي بحثونه وشي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د اجراييه رییس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې.

په هغه اعلامیه کې، چې د ولسمشر له دفتره خپره شوې راغلي، چې د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي.

پرون د' اګست ۱۱ 'ښاغلي عبدالله عبدالله په غیر مستقیم ډول د ځان او ولسمشر غني تر منځ ستونزو ته په اشارې سره وویل، که ایتلافي حکومت وي او که غیر ایتلافي بحث او خبرې پکې کېږي، خو وايي "څوک چې د بحث حوصله نه لري، د مشرتابه وړتیا نه لري، هغه څوک چې د اورېدو حوصله نه لري.''

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي.

پرون د افغانستان ملي وحدت د حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله د اجراییه او جمهوري ریاست ترمنځ پر نه همغږۍ نیوکه وکړه.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني ننیو خبرو ته په اشاره چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته نصیحت کړی و، چې "د بې حوصلیتوب وختونه مو تېر شوي" له ولسمشر غني وغوښتل، چې د ښاغلي کرزي نصیحت ومني او له حوصلې سره د ده خبرې واوري.

د انځور حقوق AFP

ښاغلي غني دغه څرګندونې د حامد کرزي د تره د زوی حشمت خلیل کرزي د دویم تلین لمانځنې پر مهال وکړې.

د ارګ اعلامیه کاږي، چې د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره لازمه ده چې سیاسي قشر، دولتي مقامات او د ټولنې نور قشرونه د نظر په یووالي او د لازمې اجماع په حفظ سره خپلو ګډو کوښښونو ته ادامه ورکړي.

اجراییه رییس پرون خپله وینا کې په ټاکنیزو کمېسونونو کې پر سمون، د پارلماني ټاکنو ترسره کولو او د اجراییه ریاست د صدراتي کولو لپاره د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار وکړ.

''ملي وحدت حکومت مهربانی نه ده''

نوموړي وویل ''د ملي وحدت حکومت پر یوه کس د بل مهرباني یا د یوه کس لخوا بل ته یا بلې ډلې ته د خیرات ورکړه نه ده، بلکې د هغې قربانۍ پایله ده، چې موږ ورکړه. دغه قرباني د ټیټوالي لپاره نه وه، بلکې د افغانستان ژغورنې لپاره وه.''

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني له خوا د اداري سمون کمېسیون لپاره د نوي رییس پر ګومارنه هم سخته نیوکه وکړه او دا یې د ملي وحدت حکومت د هوکړې خلاف یې وباله.

هغه د ولسمشر له خوا په یو اړخیز ډول د ځینې دولتي چارواکو پر ټاکنه نیوکه وکړه.

نژدې دوه کاله مخکې د ټاکنو د شفافیت پر سر له اوږدو ناندریو وروسته د دواړو مخکښو کاندیدانو لخوا د ټاکنو له دویم پړاو وروسته د ملي وحدت حکومت جوړولو پر سر هوکړه وشوه. د همدغې هوکړې له مخې محمد اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرايي رییس په توګه وټاکل شول.