اشرف غني: د دولت مشر باید زغم او قاطعیت ولري

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني د افغانستان ځوانان د "وصل نسل" یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد یووالي ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د پارلمان په ودانۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان ناسته پرانستل شوه.

دا ناسته چې نن د یکشنبې (اسد/زمري ۲۴مه) د مشرانو جرګې په تالار کې ترسره شوه، له ټول افغانستان نه پکې ۱۳۰ تنو ځوانانو د روزنیز پارلمان د غړو په توګه پکې برخه واخسته.

ددغه سمبولیک پارلمان هدف د ځوانانو ترمنځ د "ولسواکۍ تمرین" او په هېواد کې د دیموکراسۍ پیاوړي کول بلل شوي.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان ناسته د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ ترسره شوه، په دغه پارلمان کې ځوانان پر دې ځان پوهوي چې استازیتوب څه شی دی، پارلمان څنګه کار کوي او د استازیتوب تجربه څه ده.

ددغه روزنیز پارلمان غړي د افغانستان له ۳۴ ولایتونو غوره شوي چې ۳۳ سلنه یې نجونې دي. د کوچیانو، هندوانو، سیکانو او معلولانو په څېر اقلیتونو ونډه هم پکې په پام کې نیول شوې ده.

"شخصي سلیقې"

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ځوانان د "وصل نسل" یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد یووالي ته ډېره پاملرنه وکړي.

ښاغلي غني پر "سیاسي یووالي" ټینګار وکړ او ویې ویل چې تاریخي تجربو ښوولې چې تفرقه او ځانځانۍ له امله حکومتونه ړنګ شوي. هغه د یوه متل په یادولو پر ملي یووالي ټینګار وکړ.

"هغه وخت مو کارنامې کړي دي چې د وصل نسلونه مو درلودل. هر ځل مو چې نفاق کړی خپل بېخ مو ویستی دی. نو ځکه تاسو [ځوان نسل] یووالی ولرئ."

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان د ځوانانو پارلمان طرحه په ۱۳۸۶ کال کې جوړه او عملي شوه

ښاغلي غني د خپلو خبرو په لړ کې د دولت په رهبرۍ کې د "شخصي سلیقې" څنګ ته اېښودو خبره وکړه او ویې ویل چې مشر باید عکس العملي عمل ونه کړي، باید خپل محیط بدل کړي.

هغه وویل، "د یوه ښه مشر ځانګړې د خوشحال خان خټک په دستارنامه، بازنامه او سواتنامه کې ویل شوي، رهبري په غبرګون نه کېږي، مشر باید خپل محیط بدل کړي."

ښاغلي غني څرګنده کړه چې "صبر، زغم او تحلیل د یوه ښه ولسمشر ځانګړنې دي". "صبر، تحلیل، اوضاع څېړل، تله په لاس کې اخستل ضروري دي، خو دا په دې معنا نه ده چې سړی قاطعیت له لاسه ورکړي."

ښاغلی غني په داسې حال کې د زغم خبره کوي چې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله څو ورځې وړاندې ښاغلی غني په زغم نه لرلو تورن کړ او ویې ویل چې تېرو درېیو میاشتو کې نه دی توانېدلی ان یو ځل ورسره دوه په دوه وګوري.

ښاغلي عبدالله وویل، څوک چې زغم نه لري، د ولسمشرۍ وړ نه دی. خو ولسمشرۍ ماڼۍ په غبرګون وویل، د ښاغلي عبدالله څرګندونې د دولتداری له موازینو او روحیې سره برابرې نه دي.

ولسمشر غني کډوالۍ، تبعیض او د ښځو لپاره محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، هېواد به یې هېڅکله شاته ونه ګرځي.

د سنا مجلس رییس فضل هادي مسلمیار د افغانستان له کابینې وغوښتل ددغه روزنیز پارلمان پنځه ورځنۍ ناسته کې، ددوی کمیسیونونو ورشي او د ځوانانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د انځور حقوق ARG

د ځوانانو دا ناسته په داسې حال کې د افغانستان په پارلمان کې ترسره شوه چې د پارلمان واقعي غړي د شپږم کاري کال په دوبنیو رخصتیو تللي دي.

د قانون له مخې، ولسي جرګې کاري دوره او په مشرانو جرګه کې د استازیتوب حد اکثر موده پنځه کاله ده، خو د ټاکنو د نه ترسره کېدو له امله، د ولسي جرګې پخوانیو غړو خپل کار ته دوام ورکړ.

ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې تېر کال ترسره شي، خو داسې ښکاري چې سږکال به هم ترسره نشي. په راتلونکي کال کې ددغو ټاکنو ترسره کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

تېرو کلونو کې د ځوانانو پارلمان ناسته په محدود ډول په کابل کې ترسره شوې وه، خو دا ځل د ټولو ولایتونو په کچه د ځوانو استازو په شتون کې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان د ځوانانو پارلمان د غړو د ټاکنو پر بهیر نیوکه کوي ا و ادعا لري چې یوازې د چارواکو خپلوانو ته موکه ورکړل شوې ده او غړو په غوره کې کولو کې د ځوانانو وړتیا او د غړیتوب شرایط په پام کې نه دي نیول شوي.

د ځوان غبرګون په نوم مدني ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، افغانستان کې د دیموکراسي د پیاوړتیا او بنسټیز کېدو لپاره دې پر دا ډول پروګرامونو جدي څارنه وشي او د هغوی په وینا "فاسدو کسانو ته اجازه ورنکړي چې د ځوانانو او ددې هېواد پر راتلونکې لوبې وکړي."

ورته مطالب