د کندوز خان اباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

د انځور حقوق AFP
Image caption د تېر ۲۰۱۵ کال سپتمبر په وروستیو کې وسله والو طالبان د کندوز ښار ځینو برخو ته ننوتل او بیا وروسته یې له درنې جګړې وروسته د لنډ وخت لپاره ښار ونیو.

د افغانستان شمال ختیځ کې دولتي چارواکو منلې، چې د کندوز ښار په سوېل ختیځ کې د خان اباد ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو عمومي قومندان جنرال شیر عزیز کامه وال بي بي سي ته وویل، د خان اباد ولسوالۍ بازار، دولتي پوي او ملکي ادارې وسله والو طالبانو نیولې دي.

جنرال عزیز وايي، دولتي ځواکونو د ولسوالۍ له مرکزه دوه کیلومتره شاتګ کړی دی، خو د طالبانو له ولکې د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي.

د افغان ځواکونو دغه جنرال دا هم ویلي، چې د ولسوالۍ مرکز ته ورڅېرمه غونډۍ او غرونه د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.

جنرال کامه وال زیاتوي، په سیمه کې ځینو هغو نا مسؤولو وسله والو سیمې ته د طالبانو د ننوتلو لپاره زمینه برابره کړې، چې ظاهراً د دولتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پرضد جنګېږي.

دی وايي، دغه ځواکونه پخپلو کې شخصي سیالۍ پالي، چې په لړ کې یې پر خان اباد ولسوالۍ وسله وال طالبان واکمن شول.

خو د خان اباد ولسوال حیات الله امیري بي بي سي ته وویل، له مرکز او تخاره یې څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، خو غوښتنه یې جدي ونه ګڼل شوه او د ځواکونو د کمښت له کبله ولسوالۍ سقوط وکړ:

"موږ څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، له تخار او کندوز نه هېچا مرسته راسره ونه کړه، بالاخره ولسوالۍ مو له لاسه ووتله. سیمه ییزو پاڅونوالو هم همکاري ونه کړه".

امیري وايي، طالبانو شاوخوا ماینونه ځای پرځای کړي او هلته موجوده ځواکونه په ډاډه زړه نه شي لاس په کار کېدلي.

نوموړی وايي، که ملاتړي ځواکونه ورونه رسېږي، شاید له خان اباده د تخار بانګي ولسوالۍ او نورو سیمو ته هم لوی سرخوږی پیدا شي.

خان اباد د تخار کندوز پر لویه لار پرته ولسوالي ده، که طالبان پر خان اباد ولکه ټینګه کړي، د تخار او بدخشان لویه لار په خپله ولکه کې راوستلی شي.

له دې لارې تخار او بغلان ته هم ستونزه پیدا کولی شي، ځکه چې ګډه پوله ورسره لري او بدخشان ولایت ته د حکومت د ځمکنیو اکمالاتو مخه هم نیولی شي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، جنګیالیو یې د شنبې په ګهیځ د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ پراخ بریدونه کړي. مجاهد د خان اباد ولسوالۍ د بشپړ نیول کېدو خبره کوي.

Image caption طالبانو لومړی د خان اباد ولسوالۍ بازار نیولی بیا یې ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ نیولې دي

د تېر ۲۰۱۵ کال سپتمبر په وروستیو کې وسله والو طالبان د کندوز ښار ځینو برخو ته ننوتل او بیا وروسته یې له درنې جګړې وروسته د لنډ وخت لپاره ښار ونیو.

افغان امنیتي چارواکو ویلي وو، طالبانو پر کندوز ښار له شاوخوا لسو خواوو هم مهاله بریدونه کړي وو.

کندوز د افغانستان په شمال کې نسبتاً نارامه ولایت دی. د ۲۰۱۵ کال سپتمبر پر لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګري ووژل.

او د ۲۰۱۵ کال اګست کې د منځنۍ اسیا لپاره د جندالله مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په دې ولایت کې ووژل شو.

شنونکي وايي، په کندوز کې د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او پخوانیو جهادي قومندانانو ترمنځ لانجو په دې ولایت کې د طالبانو ډېر فعالیت ته لاره هواره کړه.

ورته مطالب