افغان کابینې د ټاکنو قانون مسوده تایید کړه

د انځور حقوق
Image caption د ارګ له لوري خپره شوې راغلي، چې د ټاکنو قانون په اړه له اږده بحث وروسته اصولاً د افغانستان ټاکنیز قانون د کابینې له لوري تایید شوی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغه هېواد د ټاکنیز قانون مسوده د کابینې له لوري تایید شوې ده.

په هغه خبر پاڼه کې چې د ارګ له لوري خپره شوې راغلي، چې د ټاکنو قانون په اړه له اوږده بحث وروسته اصولاً د افغانستان ټاکنیز قانون د کابینې له لوري تایید شوی دی.

دغه مسوده به د کابینې له لوري د وړاندیز شویو بدلونونو له ګډون وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د تقنیني فرمان په توګه لاسلیک شي.

دوې میاشتې مخکې د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو مرکزونو تشکیلاتو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر دویم تقنیني فرمان رد کړ.

ټاکنیز سسټم کې اصلاحات راوستل د ملي وحدت حکومت هوکړې له اصلي شرطونو یو و، چې دوه کاله وړاندې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ پرې هوکړه وشوه، خو په دې لړ کې شته خنډونه د دې سبب شول، چې د افغانستان پارلماني ټاکنې له یوه کال ډېر وخت وځنډیږي.

تېره اونۍ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي و د ټاکنو قانون مسوده چمتو شوې او د کابینې له تصویب وروسته به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د تقنیني فرمان په توګه لاسلیک شي.

له دې مخکې تېره ورځ اجرايي رییس عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وینا کې ویلي و، چې د ملي وحدت حکومت هوکړه باید له ( قید او شرط ) پرته پلي شي.

ورته مطالب