د افغانستان د هوایي ځواک جوړېدو ۹۵مه کلیزه

Image caption د افغانستان د دفاع وزير حبیبي وايي، "سږکال له بل هر وخته زمونږ وسله وال پوځ په ځانګړې توګه هوایي ځواک پیاوړی او غښتلی شوی

د افغانستان د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي وایي، د دوی هوایي ځواک اوس څه نا څه په خپلو پښو درېدلی او په خپلواکه توګه عملیات پلانوي.

ښاغلي حبیبي نن د افغانستان د هوایي ځواک د جوړېدو په ۹۵مه کلیزه کې وویل، د دغو ځواکونو د لا سمبالښت او روزنې لپاره هر اړخیزې هڅې روانې دي.

ښاغلي حبیبي وویل، د افغانستان هوایي ځواکونه اوسمهال د هېواد په هره سیمه کې چې وغواړي په خپل مټ عملیات پلان کولی او عملي کولی شي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، "سږکال له بل هر وخته زمونږ وسله وال پوځ په ځانګړې توګه هوایي ځواک پیاوړی او غښتلی دی، مونږ چې د افغانستان په شمال، جنوب، مرکز یا بل هر ځای کې وغواړو په خپل مټ له دښمن سره جګړه کولای شو، مونږ ژمن یوو چې وسله وال پوځ او د هغه په سر کې د ملي اردو او هوایي ځواک وړتیاوې لوړې او سمبال یې کړو."

د افغانستان هوایي ځواک لومړی ځل په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د پخواني پاچا امان الله خان په وخت کې جوړ شو.

Image caption امریکا له افغان پوځ سره د يو شمېر الوتکو مرسته کړې وه

امان الله خان د افغان – انګلیس له درېمې جګړې وروسته د هوایي پوځ کارکوونکي د روزنې لپاره ایټالیا او جرمني ته ولېږل.

کله چې د افغانستان هوایي ځواکونو د ۱۳۰۴ لمریز کال د وږي په درېیمه د لومړي ځل لپاره الوتکه هوا ته پورته کړه، نو دا ورځ د (هوا بازانو) په نوم ونومول شوه.

د افغانستان هوایي ځواک د سردار داود خان د واکمنۍ پرمهال ښه وغوړېد او د ثور د اوومې تر کودتا وروسته دې حد ته ورسېد چې د چارواکو په خبره، په سیمه کې یې ساری نه درلود.

خو په ۷۰مه لسیزه کې افغانستان کې د مجاهدینو د خپلمنځیو جګړو پر مهال هوایي ځواک د زوال پر لور ولاړ او ټولې پوځي الوتکې له منځه ولاړې.

په ۲۰۰۸ کال کې بیا د هوایي ځواک د جوړېدو کار پيل شو او اوس- اوس د افغانستان ځواکونه له سلو ډېرې جنګي او ترانسپورتي الوتکې لري چې د هوایي ځواکونو د مسئولینو په وینا پنځه شپیته سلنه په ځان بسیا دي.

د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندان وهاب وردګ وایي؛ اوس هوایي ځواک هم د تخنیک او هم د ښوونې او روزنې له اړخه، د پرمختیا پر لور روان دی.

هغه وویل، له هېواده بهر په امریکا، چک او اماراتو کې هم د افغانستان د هوایي ځواکونو روزنه روانه ده، "زه ژمنه کوم چې هوایي ځواک به د وینې تر وروستي څاڅکي له هېواد او ولس څخه دفاع کوي."

د افغانستان حکومتي چارواکي په داسې حال کې د هوایي ځواکونو د سمبالښت او روزنې ژمنې تازه کوي چې د وارسا په تېره غونډه کې د دې هېواد پوځ تر ۲۰۲۰ کاله د نړیوالې ټولنې ملاتړ خپل کړ.

ورته مطالب