د افغانستان کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو قومندان 'په کور کېنولی'

د انځور حقوق facebook.paikan

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې د عامه نظم د پولیسو قومندان پاسوال زمری پیکان دې "پر کور کېني او په وزارت کې دې دنده نه ترسره کوي ترڅو چې د هغه پر زوی د وژنې تور څېړل کېږي."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل چې د وژنې تور د ښاغلي پیکان پر زوی دی او په همدې دلیل یو پلاوی ټاکل شوی چې ایا له ښاغلي پیکان سره کوم تړاو لري که نه.

ښاغلي دانش زیاته کړه، "طبعا دوی په کور کې دي، ترڅو چې دده پر زوی تور لرې شي. څېړنې پیل شوي. یو پلاوی د کورنیو چارو وزارت لخوا هم ټاکل شوی. نو موږ د څېړنو انتظار کوو چې څه ترلاسه کېږي."

د تېرې جمعې په ورځ (اسد/زمري ۲۹مه) د کابل ښار په شېرپور سیمه کې څو تنو چې د چارواکو په وینا د عامه نظم د پولیسو جامې یې پر تن وې یو کس په ډزو وواژه.

د کورنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې، ددې پېښې د رامنځته کېدو پرمهال ښاغلی پیکان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې پر دنده بوخت و او کابل ته وغوښتل شو.

د کورنیو چارو وزارت د تېرې ورځې (سنبلې/وږي ۲مه) په مکتوب کې ویل شوي چې "هدایت ورکول کېږي چې نوموړی خپل کور کې پاتې شي او د کورنیو چارو وزارت اړوند کومه دنده ونه لري."

د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي پیکان د دندې پرمخ وړلو لپاره سرپرست ټاکلی.

د یادولو ده چې تردې وړاندې هم یو شمېر دولتي چارواکي او د هغوی خپلوان له دولتي واک او امکاناتو په ناوړه ګټه اخستو تورن شوي.

په وروستۍ پېښه کې یوه اونۍ وړاندې د یوه پخواني حکومتي چارواکي ساتونکو د کابل ۱۵مې حوزې سیمه کې تر لفظي شخړې وروسته درې پولیس په ډزو ټپیان کړل او د هغوی وسلې یې له ځانه سره یوړې.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د هغې قضیې په تړاو هم څېړنې روانې دي او ډېر ژر به یې پایلې اعلان شي.

ورته مطالب