د یونیسکو په نوملړ کې د بامیانو د پاېښت هڅې

Image caption له شنبې راهیسې بي بي سي پر انلاین، تلویزیون او رادیو، د بامیانو په اړه د پروګرامونو لړۍ پیل کړې.

د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې ۴۷ ښارونه د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ټولنې یونیسکو له خوا د نړۍ زړه راښکونکي ښارونه منل شوي دي.

بامیان ولایت هم یو له دغو ښارونو دی.

بي بي سي د افغانستان له بامیان ولایت نه د رپوټونو په یوه لړۍ کې دغه ولایت کې ټولنیزو او کولتوري بدلونونو ته پام کړی.

د دغې لړۍ دې رپوټ کې له خبري اړخه ورهاخوا دغه ولایت کې نویو بدلونونو ته پام شوی، چې په یاد ولایت کې د ودانیز سبک په اړه دی.

Image caption د غلغلې او ضحاک تاریخي ښارونو ودانیز سبک د دغې ودانۍ په ځینو برخو کې تر سترګو کېږي.

جرمني مېشتی افغان لرغونپوه مجتبی مرزايي په بامیانو کې د ودانیزو چارو دودیز طرز بېرته راژوندی کړی او له هغو توکو یې کور ودان کړی، چې په سیمه کې موندل کېږي.

دغه کور د ودانیزو چارو له زرګونه کاله پخواني سبک سره سم ودان شوی دی، چې دوه پوړیز ساده دهلیزونه او خټین برجونه لري.

د دغې ودانۍ دودیزه بڼه په زړه پورې معلومېږي.

د غلغلې او ضحاک تاریخي ښارونو ودانیز سبک د دغې ودانۍ په ځینو برخو کې تر سترګو کېږي.

د ښاغلي مرزايي په کور کې هغه کارګر هم کار کوي، چې د غلغلې تاریخي ښارګوټي د بیارغونې لپاره روزل شوي دي.

د دودیز سبک دغه ودانۍ داسې حال کې جوړېږي، چې په شاوخوا کې یې د نوي انداز لوړې، دنګې ودانۍ سر راپورته کوي.

ډېرې نوې ودانۍ د پلازمېنې کابل د نویو ودانیو په بڼه جوړې شوي دي.

بامیان چې لرې پروت ولایت دی، اوسېدونکي یې وايي د ودانیزو چارو لګښت په کې ځکه ډېر دی، چې ودانیز توکي ورته له نورو ولایتونو راوړل کېږي او کارګر بیا ورته له پلازمېنې راځي.

خو اوس د ښاغلي مزرايي نوي ودان شوي کور د ډېرو توجه په دودیز ډول د کور ودانولو لور ته اړولې.

د ودانیزو چارو یو ځايي کارګر خدابخش وايي"پنځه کلونه مې د معمار تر نظر لاندې د غلغلې ښارګوټي کې کار وکړ او اوس هم د دغه کور ودانولو کې په کار لګیا یم، اوس ماهر یم او ان کولای شم د ځان لپاره دغسې یو ښایسته کور ودان کړم."

د دغه کور هره برخه له ځايي خټې او خښتو رغول شوې.

هغه رنګ، چې د کور دیوالونو ته ورکړل شوی دی، له شېدو، مستو، شړومبو او د چرګانو له هګیو جوړ شوی دی. لامل یې وايي دا دی، چې دغه رنګ له موسمي سختو سره مقاومت کوي.

لرغون پوه مجتبی مرزايي، چې غواړي بامیانو کې د لرغوني سبک معماري بیا راژوندۍ کړي وايي "دغه ودانۍ چې له یوه پلوه به په یخنۍ کې توده وي، نو له بله پلوه به ځايي کلتوري بڼه هم ولري.

نوموړي چې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یونیسکو په ډېری غونډو کې یې ګډون کړی زیاتوي "بامیان د یونیسکو د نړیوالو کلتوري اثارو برخه ده او د کور رغاونې هغه طرز چې اوس بامیانو کې دود شوی داسې خطر رامنځته کړی، چې بامیان له دغه نوملړه ووځي. موږ هڅه وکړه د دودیزه کور جوړونه بېرته پیل کړو، چې د بامیان نوم له دغه نوملړه و نه وځي."

بامیانو کې اته تاریخي ځایونه د یونیسکو تاریخي اثارو په نوملړ کې شامل دي او د دغه ولایت په تاریخي او شنو ساحو کې د ودانیزو چارو اجازه نه ورکول کېږي.

خو د نویو ښارګوټو لمنې ان تر دغو تاریخي ساحو پورې رسېدلې، چې د یونیسکو چارواکو اندېښنې یې پارولې.

د بامیانو والي طاهر زهیر مني، چې نویو ودانیزو چارو د یونیسکو چارواکي اندېښمن کړي دي "یونیسکو چارواکو څو ځلې له موږ سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي، له همدې کبله مو یو لړ بدلونونه راوستي دي، هغه پراخې ساحې چې د یونیسکو نوملړ کې شاملې دي، موږ ژغورلې دي."

د اوسېدو لپاره د مېشت ځایونو کموالی د دغو ستونزو له لویو لاملونو یو بلل کېږي.

که څه هم د ښار په شاوخوا کې د اوسېدو لپاره ځمکې وېشل شوې دي، خو د کوچني ښار ډېرېدونکي نفوس له کبله دغه اړتیا لا هم پر ځای پاتې ده.