ملي امنیت ننګرهار کې ۸ طالبان او د "داعش" غړي نیولي

د انځور حقوق f

د افغانستان څارګره اداره وایي، د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یې د طالبانو او اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اته غړي نیولي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن (سنبلې/وږي ۷مه) په خپله خبرپاڼه کې ویلي؛ ددغو کسانو له ډلې یو یې له جلال اباد ښار نه کوټ ولسوالۍ ته د داعش وسله والو د لېږدولو مسوول و.

خبرپاڼه زیاتوي چې عبیدالرحمن مشهور په بادام له خپلو درېیو ملګرو سره د ملي امنیت د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار دویمه ناحیه کې نیول شول شوی.

ددغو عملیاتو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د انځور حقوق NMIC
Image caption د افغانستان د پوځ سرتيري په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په یوه مرکز کې دي. د افغانستان پوځ د زمري په ۵مه ویلي و چې دا مرکز یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی

همداراز د افغانستان څارګرې ادارې د څلورو نورو نیول شویو کسانو نومونه یاد کړي چې د طالبانو د یوه قومندان امین الحق جنګیالي دي.

ملي امنیت ویلي، دوی ماینونه خښول او قومي مشران او مخور یې په نښه کول.

ملي امنیت ریاست په خپله فسبوک پاڼه کې یوه ویډیو خپره کړې چې ښکاري لومړني څلور کسان مني چې د داعش غړي دي او د دغې ډلې په ګټه یې فعالیت کړی.

پنځم کس د طالبانو لیکو کې د جذبېدو او پوځي روزنې په اړه معلومات ورکوي او پاتې نور درې کسان یواځې خپل نومونه یادوي. دا لا څرګنده نه ده چې تر کومو شرایط لاندې له دغو کسانو اعتراف اخستل شوی.

دواړو ډلو داعش او طالبانو ددغو کسانو د نیول کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

ورته مطالب