اشرف غني: که ښاري خدمتونه وړاندې نشي، خلک ولې مالیه ورکړي؟

د انځور حقوق MoF
Image caption ښاغلي غني د هېواد ښاروالانو ته په وینا کې وویل، که ښاري خدمتونه وړاندې نه شي، خلک ولې مالیه ورکړي؟

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د هېواد د ښاروالانو په ناسته کې ویلي، "د ښاري حکومتولۍ ناکام نظام خلک ځوروي."

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ (سنبلې/وږي ۷مه) د ښاروالانو په دویم ملي کنفرانس کې وویل، په ښاري حکومتولۍ کې بنسټیزو ټکو ته نه پاملرنه په دې برخه کې د ناکامۍ لامل شوی.

د بنسټیزو خدمتونو نه وړاندې کېدل، د ښاري پلانونو نشتوالی، د ښارونو ټولنیز وضعیت ته نه پاملرنه، د اوسېدونکو کمزوری ښاري فرهنګ، د ټولنیز امنیت نشتوالی په ځانګړي توګه د ښځو په منځ کې او د ښاري مالکیت حس رامنځته کولو نشتوالی بنسټیز ټکي و چې ولسمشر ورته اشاره وکړه.

هغه د هرات ښاروال ددې وړاندې په ځواب کې چې د ښاروالیو تر امر لاندې ځانګړې پولیس دې رامنځته شي ترڅو له خلکو مالیه په زوره واخلي وویل، "که تاسو خدمتونه ونه لرئ، خلک ولې پیسې ورکړي؟"

ښاغلي غني پر دې خبرې ټینګار وکړ چې "ځواب ورکونه باید له دواړو لوریو وي". هغه وویل، " خلک هغه مهال [د ښاري مالیاتو] پیسې ورکوي چې وګوري پیسې یې د هغوی د ژوند پر ښه والي لګول کېږي او که وګوري چې پیسې ځي خو پایله یې نه ګوري، تاسو ته پیسې نه درکوي."

د انځور حقوق
Image caption اشرف غني وویل، اوسمهال د کابل ښار ۷۰ سلنه برخه د پلان له مخې نه ده جوړه شوې

د ولسمشر په باور، خلک په کافي اندازه دا نه احساسوي چې ښارونه د هغوی ملکیت دی. هغه زیاته کړه، اوسمهال اوسېدونکي احساسوي چې یوازې د هغوی کورونه ددوی ملکیت دی.

هغه د بېلګې په ډول وویل، ښځې په ښارونو کې د امنیت احساس نه کوي او ځوانان له مناسبو فرصتونو برخمن نه دي.

ولسمشر زیاته کړه، اوسمهال د کابل ښار ۷۰ سلنه برخه د پلان له مخې نه ده جوړه شوې او دا مساله د ښاري فرهنګ او د ښاري مالکیت احساس نه پراختیا او یو شمېر نورو ستونزو لامل شوې.

هغه د هېواد له ښاروالانو وغوښتل چې د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په برخه کې ډېرې هڅې وکړي ترڅو له یوې خوا خلکو کې د ښاري مالکیت حس پیاوړی شي او له بلې خوا د ښاري پروګرامونو پلې کېدو او ټولنیزو خدمتونو سره مرسته وکړي.

ښاغلي غني همداراز دې موضوع ته اشاره وکړه چې ښاریان په دې دلیل د ښار په پاک ساتلو کې مرسته نه کوي چې د درېیو ضلعو حکومت، خصوصي برخې او مدني ټولنې ترمنځ اړیکه نه ده پیاوړې شوې.

هغه زیاته کړه، "خصوصي برخه هغه مهال قانونمند کېدای شي چې اداره قانونمنده شي. که اداره وحشي وي، خصوصي برخه هم وحشي ده."

د انځور حقوق bbc
Image caption د افغانستان په ښارونو کې د فاضلاب سیسټم نشته

د افغانستان ولسمشر دا خبره د سوداګرۍ خونې مرستیال خبرو ته په اشارې وکړه. ښاغلي الکوزي په دې ناسته کې په ښارونو کې له شدیدې بې نظمۍ په نیوکې سره وویل، په ښارونو کې نه ښاري پروګرام عملي شوی، نه معیاري بازار شته او نه د اصنافو صندف بندۍ ته پاملرنه شوې ده.

د افغانستان ولسمشر په داسې حال کې ښاروالان ښاري حکومتدارۍ ته د خلکو باور خپلو ته راوبلل چې حکومت په عملي ډول د اساسي قانون ۱۴۱ ماده له پامه غورځولې ده چې ښاروالان او د ښاري مجلسونو غړي باید د ټاکنو له لارې غوره شي.

ښاغلي غني په دې ناسته کې وویل، هغه ۲۱ ښاروالان پخپله د مخامخ مرکو پر بنسټ ټاکلي دي، خو د ښاروالانو او ښاري مجلسونو د ټاکنو په اړه یې څه ونه ویل.

ورته مطالب