'یوه افغانۍ یو ښوونځی'؛ د پوهنې پرمختیا نوې طرحه

د انځور حقوق logar.DOE
Image caption لوګر کې له زده کوونکو په داوطلبانه ډول د یوې افغانۍ اخستو طرحه افغانستان کې بېسارې ده او تر اوسه په بل ولایت کې نه ده عملي شوې.

"یوه افغانۍ، یو ښوونځی" د هغه پروګرام نوم دی چې د کابل په سوېل کې د لوګر ولایت محلي چارواکو په دا وروستیو کې پیل کړی. ددې پروګرام له مخې هر زده کوونکي په داوطلبانه ډول هره ورځ یوه افغانۍ ورکوي.

دا پروګرام د ۱۳۹۵ تعلیمي کال د پیلېدو زنګ له کړنګېدو سره هم مهاله پیل شوی.

سیمه ییز چارواکي وايي، ددې پروګرام له لارې راټولې شوې پيسې به د ښوونځیو پر بیارغونې ولګول شي.

ارزو د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د نجونو د ښوونځي سرمعلمه ده. هغه وايي، دغه پروګرام مرسته کړې چې په ښوونځیو کې د بیارغونې کوچنیو کارونو ته دوی خپله اوږه ورکړي.

هغې وویل: "دا داسې بهير دی چې هر زده کوونکی د ورځې يوه افغانۍ ورکوي، د ټولګي اول نمره دا پیسې راټولوي. وروسته د ټولګي نګران، سرښوونکي او ورپسې مديريت ته رسېږي. د راجسټر کتابچه لرو چې د هرې مياشتې په آخر کې حسابیږي چې څومره پیسې ټولې شوې دي؟ بیا ځانګړي صندوق ته لويږي. ښه بهیر دی، ښایي وشو کولی ترې د ښوونې او روزنې برخه کې ترې ګټه واخلو."

دا پروګرام د زده کوونکو د میندو او پلرونو ترمنځ خپل مخالفان او موافقان لري.

د یوه زده کوونکي مور رحیمه وایي، دا ډېر ښه ګام دی او لامل شوی چې له کوم زور پرته د ښوونځیو په جوړولو کې برخه واخلي.

هغې وویل: "زما لپاره چې د يوه زده کوونکي مور یم، ګرانه نه ده. هره ورځ خپل زوی ته یوه افغانۍ ورکوم چې میاشت کې ۳۰ افغانۍ کېږي. دا پیسې دومره ډېرې نه دي، خو په مقابل کې یې ښوونځي جوړېږي او مېز او چوکۍ ورته اخستل کېږي."

د انځور حقوق logar.DOE
Image caption دا پروګرام د زده کوونکو د میندو او پلرونو ترمنځ خپل مخالفان او موافقان لري. ځینې یې ښه ګام بولي او ځینې وایي ان د یوې افغانۍ پرې کولو وس نه لري

که څه هم لوګر کې له زده کوونکو د پیسو اخستل داوطلبانه دی، خو حاجي عبدالله چې زوی یې د لوګر په یوه ښوونځي کې زده کړه کوي وایي، دا کار د هغه پر اوږو اضافي بار دی.

هغه وویل: "زموږ له کورنۍ ۷ ماشومان ښوونځیو کې دي. کله چې موږ دا پیسې د میاشتې سنجوو، موږ ورته بودیجه نه لرو. نو زموږ لپاره ډېره ګرانه ده او بل خوا د معارف وزارت په وار وار ویلي چې زده کړه وړیا ده."

د افغانستان د پوهنې وزارت ټوله بودیجه سږکال نژدې ۷۰۰ میلیون ډالره ده. اوس پوښتنه دا ده چې له زده کوونکو راټولې شوې پیسې به چېرته لاړې شي.

د لوګر د پوهنې رییس محمد اکبر ستانکزي بي بي سي ته وویل، کومې پیسې چې تراوسه راټولې شوې دي، د څو ښوونځیو د ودانیو پر رنګولو، لمرینې برېښنا برابرولو او زرغونو ساحو جوړولو لګول شوې دي.

د هغه په وینا، ددې پروګرام هدف دا دی چې د لوګر سوداګر او بډایه خلک له معارف سره مرسته وکړي.

هغه وایي، کومه بودیجه چې د لوګر پوهنې ریاست ته ځانګړې شوې، د ښوونځیو د بیارغونې لپاره کافي نه ده.

د انځور حقوق logar.DOE
Image caption لوګر کې ۳۰۷ ښوونځي شته چې ۱۱۷ یې ودانۍ نه لري. هلته ۱۵۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې ۵۰ زره یې نجونې دي

ښاغلي ستانکزي وویل، "په هر ښوونځي کې د ښوونځي د مدیر تر نظر لاندې یوه شورا جوړېږي. دا بهیر روڼ او حساب ورکوونکی دی او کولی شي زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته په سیمه او کلیو کې حساب ورکړي. دا پیسې د ښوونځیو اړتیاوو پوره کولو لپاره لګېږي."

د هغه په وینا، کوچنۍ شوراګانې چې په هغې کې د ښوونځیو مدیران او قومي مخور دي، له دې بهیر نه څارنه کوي.

دا طرحه په افغانستان کې بېسارې ده او تر اوسه په بل ولایت کې نه ده عملي شوې.

لوګر د پلازمېنې په سوېل کې پروت دی چې شپږ ولسوالۍ لري او په ډېره برخه کې یې طالبان فعال دي. خو چارواکي وایي چې په دې ولایت کې هېڅ ښوونځی تړلی نه دی او تېر کال چې ۴۵ ښوونځي د تاوتریخوالو له امله تړل شوي و، بېرته پرانستل شوې دي.

لوګر کې ۳۰۷ ښوونځي شته چې ۱۱۷ یې ودانۍ نه لري. په دې ولایت کې ۱۵۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې ۵۰ زره یې نجونې دي.

ورته مطالب