د سیلګرۍ صنعت کې د افغان مېرمنو فرصتونه او ستونزې

Image caption د (بانو) په نامه د سیلګرۍ (سیاحت) شرکت ټولې چارې ښځې مخته وړي.

افغانستان د ښځو لپاره له ناوړه سیمو ګڼل شوی. د هېواد په یوه ګوټ د ښځې پزه پرې کېږي، په بله سیمه کې د مېړه د کورنۍ له خوا عذاب ګالي او کله هم په ډله ییزه توګه په عام محضر کې تر وهلو لاندې وژل کېږي، خو د رسنیو زړه بوږنوونکو خبرونو تر شا، د افغان مېرمنو حالت دومره هم تور او سپین نه دی.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۷ سلنه ښځې لوستې دي چې ډېری یې په لویو ښارونو کې استوګنې دي.

په کلیو او بانډو کې د نجونو زده کړې ته نه یوازې امنیت خنډ دی، تر وخت وړاندې ودونه او ناوړه دودونه هم د ښځو د تعلیم پر وړاندې ګواښ بلل کېږي، خو په ښارونو کې د ښځو وضعیت له کلیو سره ډېر توپیر نه لري.

د افغان دولت ۲۵ سلنه ملکي کارکوونکي ښځینه دي او د ولسي جرګې او مشرانو جرګو څلورمه برخه ښځې په واک کې لري دا پرمختګ په تېرو څوارلسو کلنو کې د ښځو په برخه شوی او ښایي د نجونو راتلونکي نسلونو ته د پرمختګ لارې هواره کړي.

د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ د ښځو ټولنې او ډلګۍ په هر ولایت کې جوړې شوې چې د ښځو غږ واورېدل شي او ستونزو ته یې د حل لاره وموندل شي.

خو ډېری نارینه بهر کې کار کوونکو ښځو ته په سپکه سترګه ګوري، ځینې بیا د بد عمله ښځې تور هم پرې لږوي. یوه لوستې مور خامخا کولای شي خپل ماشوم سم وروزي.

Image caption ددې شرکت ټولې چارې د ښځو له خوا مخته وړل کېږي
Image caption ډاکټر نسرین اوریاخېل وایي "که افغان مېرمنې خپل ټولنیز او اسلامي ارزښتونه د اوسني ساینس او ټکنالوژۍ غوښتنو سره یوځای کړي، خامخا به د ټولنې لخوا منل کېږي."

په ډېرو کورنیو کې لوستې مېرمنې له خپلې پوهې یوازې د ماشومانو د روزنې لپاره کار اخلي. په کورنیو پرېکړو کې برخه نه اخلي. که نارینه نالوستې هم وي باید له کوره د باندې کار وکړي خو لوستې مېرمن یې باید په کور کې ناسته وي.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وزیره، نسرین اوریاخېل په دې باور ده چې ښځې باید زده کړه او حق غوښتنه د افغاني ټولنې پر بنسټ وکړي.

پیاوړی اقتصاد د پرمختګ لامل

ډاکټر اوریاخېل وایي "که افغان مېرمنې خپل ټولنیز او اسلامي ارزښتونه د اوسني ساینس او ټکنالوژۍ غوښتنو سره یوځای کړي، خامخا به د ټولنې لخوا منل کېږي."

Image caption د افغان دولت ۲۵ سلنه ملکي کارکوونکي ښځینه دي او د ولسي جرګې او مشرانو جرګو څلورمه برخه ښځې په واک کې لري
Image caption د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۷ سلنه ښځې لوستې دي چې ډېری یې په لویو ښارونو کې استوګنې دي.

پرمختګ په اوسنۍ زمانه کې پیاوړی اقتصاد غواړي. د افغانستان ښځې له اقتصادي پلوه خپلواکې نه دي. د دوی ملکیت د کورنۍ نارینه غړي په نوم ثبتیږي. د نکاح پرمهال ټاکل شوي حق مهر ته لاسرسی نه لري. نوښتګروښځو ته ګرانه ده چې پانګونه وکړي. د ښځو چارو وزارت معینه سپوږمۍ وردګ وایي "د ملکیت پر قباله ډېری وخت د ښځو نوم نه وي لیکل شوی. نو یوه سوداګره ښځه له بانکه پور نه شي اخیستی."

د ښځو چارو وزارت، مدني فعالانو او نړیوالو مرستندویه ټولنو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او سوداګریز پرمختګ په موخه هلې ځلې کړي. د افغانستان دولت سره تر تېرکاله ۱۴۰۰ سوداګریز شرکتونه ثبت شوي چې مشري یې ښځې کوي. ګڼ شمېر دا شرکتونه دودیز کارونه کوي لکه افغانۍ جامې ګنډل، د غالۍ وبدل او سینګارتونونه چې له ورایه ښځې پرې بوختې وې.

خو ترڅنګ یې یو شمېر نور شرکتونه هم د سوداګرۍ ډګر ته راوتي چې پخوا ښځې په کې ښکېلې نه وې. یو هم د (بانو) په نامه د سیلګرۍ (سیاحت) لپاره شرکت دی چې سیاحتي خدمتونه وړاندې کوي. دا شرکت د یوې ځوانې ښځې پر نوښت تېره اونۍ پرانیستل شو.

مرجانه سادات چې د دې شرکت مشري کوي په دې باور ده چې په بازار کې ښځې په اسانۍ کار نه شي کولای، ټولنه د شک په سترګه ورته ګوري او سیال سوداګر هم ښایي ستونزې ورته جوړې کړي.

Image caption مرجانه سادات چې د دې شرکت مشري کوي په دې باور ده چې په بازار کې ښځې په اسانۍ کار نه شي کولای، ټولنه د شک په سترګه ورته ګوري او سیال سوداګر هم ښایي ستونزې ورته جوړې کړي.

مرجانه وایي "ما وغوښتل له دې شرکت سره یو نوی کار رامنځ ته کړم او دا به د نورو افغان مېرمنو لپاره یوه بېلګه وي."

په نورو برخو کې هم ځینې شرکتونه شته چې مشري یې ښځې کوي، لکه د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کول، د ټیلېفون له لارې ټکسي خدمات او ځینې صادرات، خو د دې پرمختګ ډېره برخه هغه ښځې په واک کې لري چې په لویو ښارونو کې اوسیږي.

د افغانستان په ناامنه سیمو کې ګڼې ښځې له خوار ژوند سره مخامخ دي هغه سیمې چې هېڅ ډول یې پانګونه نه ده لیدلې، لوږه پرې حاکمه ده او ښځې د دود او ننګ په نوم له خپلواکۍ محرومې دي، خو پر اوږو یې د یوې کورنۍ پېټی بار دی.

Image caption د ښځو چارو وزارت معینه سپوږمۍ وردګ وایي "د ملکیت پر قباله ډېری وخت د ښځو نوم نه وي لیکل شوی. نو یوه سوداګره ښځه له بانکه پور نه شي اخیستی."
Image caption د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ د ښځو ټولنې او ډلګۍ په هر ولایت کې جوړې شوې چې د ښځو غږ واورېدل شي او ستونزو ته یې د حل لاره وموندل شي.

ورته مطالب