غور کې پنځه مسافر تښتول شوي

د افغانستان مرکزي ولایت غور له مرکزه دولتیار ولسوالۍ ته پر لار ناپېژاندو وسله والو پنځه مسافر له موټروو ښکته کړي او نامالوم ځای ته یې ورسره وړي.

د غور خلکو ویلي، تښتول شوي د بامیانو ولایت اوسېدونکي دي چې څلور یې محصلین دي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، دغه کسان د پنجشنبې پر ګهیځ د دولتیار ولسوالۍ د شینیه کوتل په سیمه کې تښتول شوي.

نوموړی وايي، د تښتول شویو د هویت په اړه ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو دا روښانه شوې چې ولسي وګړي دي.

د غور ولایت ځینو اوسېدونکوي ویلي، تښتول شوي د بامیانو ولایت دي، چې څلور یې د غور ښوونې او روزنې پوهنتون محصلین و.

دوی وايي، څلور محصلین د لوی اختر په رخصتیو خپلو کورونو ته روان وو او پنځم یې هم ولسي وګړی دی.

د غور د والي ویاند وايي، په سیمه کې طالبان فعالیت لري.

تر اوسه کومې ډلې ددغو کسانو د تښتولو پړه نه ده منلې، خو وړاندې په ورته پېښو کې د حکومت د وسله والو مخالفانو له لوري د ځینو خلکو د تښتولو پېښې رامنځ ته شوې.

ورته مطالب