زابل کې پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۳۴ کسان مړه شوي

Image caption غزني کې سږکال د ثور/غویي په ۱۹ مه ترافیکي پېښې د ۷۳ کسانو ژوند واخیست

د افغانستان په سوېل کې د زابل ولایت دولتي سرچینې وایي؛ د کابل – کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې لږ ترلږه ۳۴ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د زابل امنیه قومندانۍ د امنیت آمر غلام جېلاني فراهي بي بي سي ته وویل، یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس موټر چې له کندهار نه کابل ته روان و، د زابل په جلدک سیمه کې له ټېلر سره ولګېد.

هغه وویل؛ بس موټر د میوند ترانسپورتي شرکت اړوند دی او تر ټکر وروسته موټرو اور اخستی او مړي هم ورسره سوځېدلي دي چې د پېژندلو نه دي.

د زابل د امنیت آمر وویل، پېښه نن (سنبلې/وږي ۱۴مه) په سیمه ییز وخت د سهار په شاوخوا ۴:۳۰ دقیقو رامنځته شوې ده.

ښاغلي فراهي د ټکر یو لامل د دغو موټرو ډېر سرعت یاد کړ. د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول، د سړکونو خرابوالی او د ډرېورانو لخوا نشه یي توکي کارول هم هغه څه دي چې افغانستان کې د ترافیکي پېښو نور لاملونه بلل کېږي.

افغانستان په ترافیکي پیښو کې په سیمه کې تر بنګله دیش وروسته دویم ځای لري.

د کابل ترافیکو عمومي ریاست شمېرې ښيي چې تیر کال په دغه هیواد کې شاوخوا ۳۷۰۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې تر ۱۴۰۰ ډیر کسان یې وژلي او ۴۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

هر کال په افغانستان کې په منځني ډول ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سږکال ترټولو خونړۍ ترافیکي پېښه د کابل – کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت اړوند سیمه کې رامنځته شوه چې ۷۳ کسان پکې ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول. هغه پېښه د ۳۰۳ ډوله بس موټر او د تېلو ټانکر د ټکر له امله رامنځته شوې وه.

تر دغې پېښې وروسته د افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې په لویو لارو کې د ترافیکو سیسټم د سموالي لپاره به ګامونه پورته کړي، خو تراوسه کوم بدلون نه لیدل کېږي.

د افغانستان د ترافیکو ریاست چارواکو ویلي، دا ژمنې "یواځې د کاغذ پرمخ پاتې کېږي" او دوی په لویو لارو کې د ترافیکو د کنټرول او مقرراتو پلې کولو وړتیا نه لري.

ورته مطالب