د ځانمرګو وژل کېدو سره کابل کې پر یوې نړیوالې موسسې برید پایته ورسېد

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په سهار (سنبلې/وږي ۱۶مه) وویل د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیات پایته ورسېدل او ټول "ترهګر" چې تېره شپه یې کابل کې د پاملرنې په نوم پر نړیوالې مرستندویه موسسې (Care International) برید کې ونډه لرله ووژل شول.

تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې یوې زورورې چاودنې د کابل ښار ولړزاوه. د چاودنې لامل یو موټر بم و چې په نوي ښار کې د ملي امنیت ریاست، کورنیو چارو وزارت او د ولسمشر د مرستیالانو دفترونو په څو سوه مترۍ کې ورته چاودنه ورکړل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، په موټر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له چاودنې سره د ددغې موسسې دروازه ړنګه شوه او بریدګرو ته لاره خلاصه شوه چې ودانۍ ته ننوځي.

هغه وویل، لا څرګنده نه ده چې بریدګر څو کسان و.

Image caption د پېښې ځای ته غځېدلې ټولې لارې تړلې وې

د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه د سهار تر شاوخوا ۱۰:۰۰ بجو (سیمه ییز وخت) روانه وه. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې یوازې ۶ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، ددغې نړیوالې مرستندویه موسسې ۴۲ کارکوونکي چې په ودانۍ کې ګېر پاتې و، ژغورل شوي دي.

نوي ښار کې د جګړې سیمې شاوخوا لارې د موټرو او پلو کسانو پرمخ تړلې وې.

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د چاودنې یو بل غږ واورېدل شو. چاودنه دومره زوروره وه چې سیمې ته نژدې د ودانیو پنجرې او ښیښې یې ماتې کړې.

Image caption چاودنې څو سوه متره لرې هم د ودانیو ښيښې ماتې کړې وې

تردې برید څو ساعتونه وړاندې تېره ورځ (وږي ۱۵مه) د افغانستان ملي دفاع وزارت یوې دروازې ته نژدې"دوو ځانمرګو بریدونوکې ۳۵ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ کسانو ډېر نور ټپیان شول.

د لومړنیو دوو بریدونو پړه طالبانو په غاړه اخیستې وه خو تر اوسه د وروستي برید پړه چا نه ده منلې.

په دغو لومړنیو دوو ځانمرګو بریدونو کې پر ملکي وګړو سربېره د افغانستان پوځ یو لوړپوړي چارواکي په ګډون پنځه پوځیان ووژل شول.

همداراز وویل شول چې د کابل د دویمې امنیتي حوزې مشر او د هغه مرستیال هم د وژل شویو په ډله کې دی.

دا پر کابل په دوو اونیو کې درېیم برید دی، تېره اوونۍ په پلازمېنه کې پر امریکایی پوهنتون برید کي ۱۳ تنه وژل شوي وو.

ورته مطالب