کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ته ختلی

د انځور حقوق AP
Image caption د وږي ۱۵مې ځانمرګو بریدونو کې د افغانستان د پوځ او پولیسو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم ووژل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مخې ته د دوشنبې ورځې (سنبلې/وږي ۱۵مه) د شویو دوو ځانمرګو بریدونو د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس وحیدالله مجروح د سه شنبې په ورځ (وږي ۱۶مه) بي بي سي ته وویل، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر ۱۱۰ ته رسېدلی دی.

بلخو د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان "د جګړې په جبهو کې د خپلې ماتې پټولو لپاره د ولسي وګړو پر ټولیزې وژنې او په ښارونو او د ملکي خلکو د راټولېدنې په ځایونو کې په ځانمرګونو بریدونو لاس پورې کوي."

د افغانستان پلازمېنه له تېرې ورځې راهیسې د درېیو بریدونو شاهده ده چې ددې هېواد د ملي دفاع وزارت مخې ته د کارکوونکو د رخصتۍ پرمهال دوو پرلپسې ځانمرګو بریدونو کې یو شمېر ولسي وګړي او د امنیتي ځواکونو منسوبین ووژل شول.

ملي دفاع وزارت ویلي، په وژل شویو کې د افغانستان پوځ پنځه افسران هم شامل دي. په دغو کې یو د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز حمایوي لوا مرستیال جنرال رازق پنجشېري دي.

د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د پولیسو دویمې امنیتي حوزې مشر سید زمان الدین حسیني او د هغه د مرستیال احمد سالنګی وژل کېدل هم تایید کړي دي. په وژل شویو کې د ولسمشر د ساتونکي ګارد مرستیال جنرال زمان احمدزی هم شامل دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغو وژل شویو چارواکو انځورونه لاس په لاس کېږي.

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي سالنګي لیکلي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې قومندان مور د خپل درېیم زوی د وژل کېدو خبر اورېدو سره سکته کړې

د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال جنرال محمد ایوب سالنګي پر خپل ټویټر لیکلي چې د احمد سالنګي دوه ورونه پخوا تردې "د وطن په لاره کې شهیدان شوي و" او مور یې د درېیم زوی د وژل کېدو خبر اورېدو سره سکته وکړه.

د تېرې ورځې لومړۍ چاودنه د ملي دفاع وزارت یوې دروازې ته څېرمه د "یک پیسګي پول" ته نژدې وشوه، د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، وروسته چې قربانیانو سره مرستې لپاره خلک او امنیتي سرتېري ورغلل، دویم ځانمرګی برید وشو.

دا پول د ملي دفاع وزارت اصلي دروازې په څو سوه مترۍ کې دی او چاودنه له غرمې وروسته شاوخوا ۴:۰۰ بجې داسې مهال وشوه چې ددې وزارت منسوبین خپلو کورونو ته تلل.

طالبانو ددغه برید مسوولیت ومانه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ددغو بریدونو د قربانیانو جسدونو ټوټې هرې خوا ته پرتې وې او د ځینو مړي ورڅېرمه د کابل سیند ته غورځېدلي و

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دا برید غندلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې "طالبان د وحشت او وېرې خپرولو لپاره داسې بریدونه کوي خو له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري".

دا کابل کې په تېرو دوو اونیو کې دویم خونړی برید دی، تېره اوونۍ په پلازمېنه کې د افغانستان پر امریکایی پوهنتون برید کې ۱۳ تنه ووژل شول.

تر دغو ځانمرګو بریدونو څو ساعته وروسته د شپې په شاوخوا ۱۱ بجو د کابل په زړه نوي ښار کې بریدګرو یوه نړیواله مرستندویه موسسه په نښه کړه.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، لومړی موټربم چاودنه وشوه او ورپسې بریدګر د ادارې ودانۍ ته ننوتل چې نژدې ۱۱ ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه. په دغه ډله ییز برید کې چې نن سهار (۱۶وږی) د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پایته ورسېد، یوازې شپږ ولسي وګړي ټپیان شول.

"پرلپسې ماتې"

د افغانستان ملي دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې د هغه څه نوملړ خپور کړی چې "د امنیتي او دفاعي ځواکونو پروړاندې د ترهګرو پرلپسې ماتې" بلل شوې.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "کندوز کې د ترهګرو ځالو ځپل او د شېرخان بندر، دشت ارچي ولسوالۍ، امام صاحب، خان اباد او کندوز ښار سره د تالقانو او شاوخوا سیمو لارو پرانستې ساتل او د الچین پول بیارغونه، د ترهګرو له وجوده د قلعه زال ولسوالۍ پاکول، د کندهار – هلمند لویې لارې او لښکرګاه – ګرمسېر لارې پرانستل، د پکتیا په جاني خېلو، د غور په پسابند، د پکتیکا په اومنه او د غزني په ګېرو ولسوالیو کې د ترهګرو ځپل او د هېواد په نورو سیمو کې پر دښمنانو ځپونکي ګوزارونه شوي دي."

د انځور حقوق AP
Image caption د شپې شاوخوا ۱۱ بجې وې چې د کابل په زړه نوي ښار کې وسله والو پر یوې نړیوالې مرستندویه موسسې ډله ییز برید وکړ

بلخوا له تېرې ورځې راهیسې افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د امنیتي ځواکونو د "زړورتیا" ستایلو ترڅنګ د کابل ښار پر امنیتي ارګانونو په کلکه نیوکه کړې او ددې ښار د امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

د طلوع خصوصي ټلویزیون او د موبي رسنیز ګروپ مشر سعد محسني پر خپل ټویټر لیکلي چې "کابل کې یوه بله خونړۍ ورځ، ۲۴ ووژل شول او ۱۰۰ کسان ټپیان شول. د حیرانتیا خبره دا ده چې هېڅ چارواکی به خپله دنده له لاسه ورنکړي. حساب ورکونه چېرته ده؟ ولې دا چارواکي د چاودنې په سیمه کې دي، د قومندانۍ سلسله مراتبو کې څه پېښ شوي؟ نظام ته څه پېښ شوي؟"

ورته مطالب