د عکسونو البوم: کابل کې د پاملرنې پر نړیوالې موسسې برید

د سې شنبې په شپه نږدې ۱۱ بجې زورورې چاودنې کابل ښار ولړزاوه. دا موټر بم چاودنه په شهر نو کې د پاملرنې په نوم نړیوالې مرستندویه موسسې شوې چې د ملي امنیت ریاست، کورنیو چارو وزارت او د افغانستان د ولسمشر مرستیالانو دفترونه ترې په څو سوه مترۍ کې دي. له موټر بم چاودنې وروسته وسله وال د موسسې ودانۍ ته ننوتل او تر سهاره له امنیتي ځواکونو سره په جګړه ښکېل و.

انځورونه د بي بي سي د خبریال عنایت شهیر دي

Image caption د تېرې شپې له چاودنې سره نږدې د کابل ښار د ساعت برج
Image caption د موټربم چاودنې ځای
Image caption په نښه شوې ودانۍ
Image caption چاودنې شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې کړې
Image caption د چاودنې غږ په ټول ښار کې اورېدل شوی
Image caption د چاودنې ځای کې اوس سخت امنیتي تدابیر نیول شوي
Image caption د چاودنې له زوره په سیمه کې ونې له بېخه وتلې دي
Image caption هیڅ یو خنډ او تدبیر هم د ځانمرګو د ننوتلو مخه ونه نیوله
Image caption د خلکو شخصي شتمنۍ هم زیانمنې شوې دي