د افغانستان روغتیا وزارت په اختر کې د کانګو تبې له خپرېدلو وېریږي

د افغانستان روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل چې په لوی اختر کې د څارویو د حلالې په وخت مخنیوونکي تدابیر ونیسي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ( د وږي ۱۷) رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اداره په افغانستان کې د کانګو تبې د ناروغۍ له خپرېدلو وېریږي.

روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي: "دا ناروغي په لومړیو کې د شیني، د حلالې یا له هغه وروسته له ککړې وینې او د څاروي له وړیو یا وېښتانو سره د تماس له لارې لېږدول کیږي. په لوی اختر کې به ډېر خلک څاروي حلال کړي او وېره شته چې د دې ویروس د لېږد خطر زیات شي."

کانګو تبه وېروسي ناروعي ده، حشرې یا خځندې او څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.

د ناروغ کس د بدن له وینې، ترشحاتو یا د بدن د نورو مایعاتو سره د تماس له لارې هم روغ انسان ته لېږدول کیږي.

سردرد، سخته تبه، د ملا او بندونو درد، خوابدي، د سترګو سره کېدل، ستوني درند او ستړیا د دې ناروغۍ مهمې نښې دي.

په سختو حالاتو کې د ناروغ له پوزې او د بدن له پوټکي وینه روانیږي.

تراوسه د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کوم واکسین نه دی جوړ شوی.

که څه هم ویل کیږي چې تر ۵۰ سنلې د ناروغ د مړه کېدلو امکان شته، خو که په وخت لاس په کار شي، د ژغورلو امکان یې شته.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، کانګو تبه جدي روغتیايي مسله او له اخته کسانو د ۱۲ سلنې لپاره مرګونې ده.

د هغه په خبره، سږ کال تراوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۶۶ پېښې تایید شوې او ۱۲ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د کرنې، اوبخور او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر له خلکو وغوښتل چې د قربانۍ یا حلالې په وخت په څارویو د لاس وهلو پر مهال لاسموغان په لاس کړي او د روښانه رنګ ځانګړې جامې واغونځي.

دې ناروغۍ په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته مطالب